متحده ایالتونه

د امریکا سمندري ځواک کې نوی انقلاب؛ ډونلډ ټرمپ د (ټرمپ کلاس) جنګي بېړیو پلان اعلان کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فلوریډا په مار-ا-لاګو کې د یوې تاریخي خبري ناستې پر مهال د خپل هېواد د سمندري ځواک د عصري کولو په موخه د یوې بې مخینې پروژې اعلان وکړ، چې له مخې به یې د ټرمپ کلاس په نوم خورا پیاوړې او عصري جنګي بېړۍ جوړې شي.

 ولسمشر ټرمپ دغه ګام په سمندرونو کې د امریکا د بشپړې برلاسۍ او د زرینې بېړۍ د لیدلوري د پوره کولو لپاره یو حیاتي اقدام وباله او وې ویل چې دا نوې بېړۍ به د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو سترې، ګړندۍ او د پخوانیو بېړیو په پرتله ۱۰۰ چنده ډېرې ځواکمنې وي.

الجزیره په دې اړه خپاره کړي راپور کې وايي هغه زیاته کړه چې دا پروژه به د امریکا د بېړۍ جوړونې صنعت بېرته راژوندی کړي او د دښمنانو په زړونو کې به وېره خپره کړي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا بېړۍ به د عصري جګړې لپاره په خورا پرمختللو سیسټمونو سمبال وي؛ په دغو بېړیو کې به د مصنوعي ځیرکتیا څخه د عملیاتي چارو د سمبالښت لپاره کار واخیستل شي او همدا راز به د هدفونو د ویشتلو لپاره د انرژۍ مستقیمې وړانګې یا لایزرې وسلې ولري.

 د دې ترڅنګ، دا بېړۍ به د غږ له سرعت څخه د څو چنده ګړندیو هایپرسونیک توغندیو او له سمندر څخه ویشتونکو هستوي کروز میزایلو د لېږد وړتیا ولري او په داسې الکټرومقناطیسي توپونو به سمبال وي چې په خورا لوړ سرعت او ځواک سره هدف ویشتلی شي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې د دغه نوي ټولګي لومړنۍ بېړۍ به یو ایس ایس ډیفینټ نومېږي او د پلان له مخې به په پیل کې د دوو بېړیو کار پیل شي، خو وروستی هدف دا دی چې د داسې بېړیو شمېر تر ۲۵ پورې ورسېږي.

 دا بېړۍ به له ۳۰ زرو څخه تر ۴۰ زرو ټنو پورې وزن ولري، چې د اوسنیو ویجاړونکو بېړیو په پرتله درې چنده سترې دي. ټرمپ ژمنه وکړه چې د لګښتونو د کنټرول لپاره به پر دفاعي شرکتونو فشار راوړي او دا بېړۍ به په کور دننه د امریکایي کارګرانو او روبوټونو په واسطه جوړېږي.

ولسمشر ټرمپ دا نوې بېړۍ د شلمې پېړۍ د مشهورو جنګي بېړیو معاصرې ځایناستې وبللې او ټینګار یې وکړ چې دا بېړۍ د کوم ځانګړي هېواد لپاره نه، بلکې د هر هغه چا پر وړاندې یو کلک ځواب دی چې غواړي د امریکا ګټې وګواښي.

 د امریکا د سمندري ځواک سکرتر، جان فیلان هم په دې اړه وویل چې کله دا بېړۍ پر افق را ښکاره شي، نو دښمن به پوه شي چې د امریکا بریا حتمي ده. د دې بېړیو په جوړېدو سره به امریکا وکولای شي خپله نظامي برلاسي په نړیواله کچه وساتي.