د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو وزارت اعلان کړی دی چې د سالنګ لویه لاره له یوې شپې او ورځې وروسته د مسافر وړونکو موټرو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې ده.
د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس، په ایکس کې لیکلي دي چې دا لاره اوس له دواړو لورو د تګ راتګ پر مخ خلاصه ده.
هغه زیاته کړې چې په سالنګونو کې د واورې پاکولو چارې دوام لري ترڅو د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ زمینه هم برابره شي.
دغه لویه لاره د یکشنبې په سهار، د لیندۍ (قوس) په ۳۰مه، د درنې واورې له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو شپو او ورځو کې د هېواد ډېری لوېدیځ او شمالي ولایتونه د واورې د ورېدو او د هوا د سړېدو شاهدان وو.
واورې ورېدنې تر دې وړاندې په هرات او بادغیس ولایتونو کې هم یو شمېر عامه لارې د تګ راتګ پر مخ په لنډمهالي ډول تړلې وې.
