د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د لېندۍ ۲۷ – د ۸ بجو خبرونه

ډونالډ ټرمپ په خپل تازه فرمان کې، چې له مخې یې د افغانستان په ګډون د دولسو هېوادونو پر وګړو امریکا ته د سفر بندیز لګول شوی، د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا (اېس‌آی‌وي) غوښتنلیک‌ لرونکي له دې محدودیت او امریکا ته د ننوتلو له ځنډ مستثنا کړي دي.

د ټرمپ دغه اجرایوي فرمان د سه شنبې په ورځ ناوخته د سپینې ماڼۍ لخوا خپور شو دی.

د ټرمپ له دې اجرایوي فرمان مخکې په افغانستان کې د امریکا د هغو متحدینو چې د اېس‌آی‌وي غوښتنلیکونه یې درلودل د برخلیک په اړه اندېښنې راپورته شوې وې.