افغانستان

توماس نیکلسون: د ټولګډونه حکومت جوړول افغانستان کې د اوږدمهاله ثبات کیلي ده

EU speical envoy for Afghanistan, Tomas Niklasson.

د اروپایي ټولنې ځانګړې استازي د سه‌شنبې پر ورځ د دغې ټولنې د بهرنیو اړیکو کمېټې به ناسته کې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت له نه جوړېدو اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې ده، چې د افغانستان ګاونډي او ډېر نور هېوادونه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتونکي دي.

هغه په دوام کې وویل: «د افغانستان ګاونډي او د سیمې هېوادونه ټولګډونه حکومت غواړي او ملاتړ یې کوي. شاهد یو چې په بېلابېلو اعلامیو او پرېکړه‌لیکونو کې اشاره ورته شوې ده. شونې ده چې تاجکستان او ایران د بېلابېلو قومي او مذهبي لږکیو لکه د تاجکانو، هزاره‌وو او شیعیانو د غږ اورېدو غوښتنه کړې ده.»

په همدې حال کې ځینې سیاسي شنونکي په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدل سخته اړتیا ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکی احمد شېرزی باوري دی: «افغانستان کې د ټولګډونه حکومت رامنځته کول جدي اړتیا ده. تېرو ۱۵ میاشتو کې د افغانانو او د ټولو لیرې او نږدې هېوادونو او نړیوالې ټولنه غوښتنه د یوه ټولګډونه حکومت جوړول وه، هغه څه چې په ډاډ سره افغانستان اړتیا ورته لري. د ټولګډونه حکومت له رامنځته کېدو سره د نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو اندېښنې لیري او هېواد له ناورین څخه ژغورل کېږي.»

د هېواد پخوانی دیپلومات نورالله راغي هم وایي، چې د طالبانو کورنی او بهرنی سیاست له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو پروړاندې ترټولو لوی خنډ دی.

هغه دوام ورکړ: «له نړۍ سره د طالبانو د اړیکو د پراختیا پروړاندې خنډونه کولای شو په دوو موردونو کې څرګند کړو د دې ډلې بهرنی سیاست او کورنی سیاست. د طالبانو بهرنی سیاست ترڅو چې د نړیوالو قوانینو او حقونو ارزښت ونه‌مني او ترڅو یو ټولګډونه مسوول او ځواب ویونکی حکومت جوړ نه کړي، دغه واټن به کم نه شي.»

افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل کېدل یو بل مورد دی چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې یې په اړه بحث شوی دی.

پر بشري حقونو د څار بنسټ مرستیالې هدر بار دې ته په اشارې چې ۴۰۰ ورځې کېږي چې افغان نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه بې‌برخې شوې وویل: «نن افغانستان د ښځو لپاره ترټولو خطرناک هېواد دی. نړۍ کې هېڅ داسې هېواد نشته چې نجونې پکې د جنسیت پربنسټ په سیستماتیک ډول له زده‌کړو منع شوې وي.»

د دغې ناستې په ډوام کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي له بشري حقونو ملاتړ، د خبرواترو لپاره د مثبتونو ګامونو پورته کول او د ټولګډونه دولت جوړول افغانستان او سیمه کې د اوږدمهاله ثبات کیلي وګڼله.

افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره دغې ډلې پر ښځو او نجونو ګڼ محدودیتونه ولګول. هغه محدودیتونه چې یوازې د هغوی له ټولنیزو ژوند سره تړاو نه لري او د هغوی خصوصي ژوند او جامې اغوستل پرې په نښه شوي دي.