افغانستان

طالبان د هرات محصلینو ته: «تنګې او رنګه» جامې مه اغونډئ

په هرات کې یو شمېر محصلین ادعا لري چې طالبانو پر دوی ډېر محدودیتونه لګولي چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

تازه د هرات پوهنتون ریاست له نجونو محصلینو غوښتي چې په بشپړو اسلامي جامو کې پوهنتون ته ورشي او د «تنګو او رنګه» جامو له اغوستلو دې ډډه وکړي، همداراز په دې لیک کې راغلي چې محصلین دې له درس مخکې او له هغې وروسته د څو شېبو لپاره دیني لارښوونې تعقیب کړي.

د هرات پوهنتون یوه محصله فرشته امیني آمو ته وايي چې طالبانو په دې وروستیو کې پر محصلینو زیات محدودیتونه لګولي، د محصلینو پر رواني وضعیت یې مستقیمه اغېزه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «هره ورځ کله چې پوهنتون ته داخلېږو زموږ بکسونه تلاشي کویو د سینګار توکي راباسي. څو نجونې محصلینې د طالبانو له خوا وهل ټکول شوې دي.»

مېرمن امیني زیاته کړه چې طالبان هره ورځ د پوهنتون په انګړ کې ګزمه کوي، کله چې کوم محصل د دوی د غوښتنې خلاف وویني سپکې سپورې ورته وايي او محصلینو ته سپکاوی کوی.

د مېرمن امنیتي په وینا طالبان په ځینو موردونو کې محصلین وهي ټکوي.

د هرات پوهنتون یوه محصل چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي وویل، په لومړي سر کې محصلینو ته په شفاهي توګه ویل شوي و ترڅو «بشپړې اسلامي» جامې رعایت کړي خو وروسته یې دا موضوع په رسمي مکتوب سره محصلینو ته ابلاغ کړه.

د هرات پوهنتون یو استاد وايي چې طالبان هره ورځ د پوهنتون په دروازه کې د نجونو محصلینو بکسونه ګوري، د دوی د سینګار وسایل ترې اخلي او ټولو محصلینو ته سپکې سپورې وایي.

دغه استاد زیاته کړه: «که واقعیت ووایو د محصلینو لپاره فضا دومره تنګه شوې چې د محصلینو روح وضعیت یې زیانمن کړی او د زده کړو لپاره یې انګېزه له لاسه ورکړې ده. له بده مرغه د طالبانو محدودیتونه د هرې ورځې په تېرېدو زیاتېږي.»

د آمو خبریال په دې راپور کې له ځینو سرچینو سره خبرې کړې ټولو د موضوع د حساسیت او د طالبانو له وېرې د خپلو نومونو له اخیستو ډډه کړې ده. یوې بلې سرچینې آمو ته وویل چې د لاریونونو له ګډوډولو وروسته چې ټاکل شوې وه په دې پوهنتون کې د نجونو محصلینو له خوا پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې ترسره شي، د طالبانو محدودیتونه زیات شوي دي.

دغه سرچینه وایي چې طالبانو د هغو نجونو نومونه چې ټاکل شوې وه په دغه لاریون کې ګډون وکړي لیکلي او یو شمېر نجونو ته یې ویلي چې که دوی ووژني څوک نشته چې ترې پوښتنه وکړي.

هغه نجونې چې غوښتل یې اعتراض وکړي، د طالبانو له خوا وهل ټکول شوې او یو شمېر نورې تر روغتونه رسېدلې دي.

دغې سرچینې آمو ته وویل چې طالبانو دا نجونې ګواښلې چې که په راتلونکي کې دا ډول کړنې وکړي «وبه وژل شي.»

دغه سرچینه وايي چې یو شمېر دا نجونې لاهم د طالبانو ترڅارنې لاندې دي او طالبانو د یو شمېر محصلینو ګرځنده ټلیفونونه ترې اخیستي دي.

د هرات پوهنتون یوه محصله آمو ته وایي: «په ټولګي کې وو چې د ثقافت استاد په تونده بڼه خبرداری راکړ چې ستاسو وژل راته حلال دي. تاسو د بهرنیو هېوادونو له استخباراتو ته اړیکه لرئ او دا لاریون د بهرنیو استخباراتو له خوا پلان شوی و.»

یوه محصل دا پيغام په لیکلې بڼه د آمو خبریال ته رالېږلی دی: «د هرات پوهنتون د نجونو له لاریونونو یوه اونۍ تېره شوې وه. په لومړي ساعت مو ثقافت مضمون درلود، زموږ استاد چې ټولګي ته راغی له پوښتنې وروسته یې غوښتل چې سره کینو او پر تېرو درسونو کتنه وکړو. خو په خبرو کې یې د شرایطو د عادي کېدو او له لاریونونو ډډې کولو خبره وکړه. له موږ څخه یې وغوښتل چې خپل غږ پورته نه کړو او نور په لاریونونو او دا ډول کړنو کې ګډون ونه کړو. ځکه د استاد په اند دا اقدامات بې ګټې وو. له دې امله چې محصلین له تېرې اونۍ د زړه بوږنوونکو پېښو شاهد و او ځینې وختونه وهل ټکول شوي وو او څه د پاسه یو کال کېږي چې د طالبانو حکومت په تور سیوري کې ژوند کوي او هغه ظلم په سترګو ویني چې پر ښځو کېږي خبرې یې پيل کړې. له استاده مو وغوښتل که همدردي نه کوي پر ټپونو مو مالګه مه شيندئ او پرېږدي چې له دې موضوع تېر شو. استاد په مستقیم ډول وویل چې ستاسو عدالت غوښتونکو شمېر کم دی او که دوام ورکړئ وژل کېږئ او څوک موږ له مړینې نه خبرېږي.»

دغه محصل په خپل پيغام کې وایي: «که څه هم استاد په خپل اند زموږ د کرارولو نیت درلود خو دا څرګندونې یې د ګواښ په توګه وې. داسې ګواښ چې تل یې په جمهوریت او امارت کې زموږ له تاوتریخوالي پرته اوسوله ییزه مبارزه په وینو لړلې ده.»

په هرات کې څه د پاسه لسو محصلینو د آمو خبریال ته تایید کړې چې طالبانو خبرداری ورکړی، له طالبانو سره د دوی د تاوتریخجن چلند د افشا او د دوی د نومونو په ډاګه کولو په صورت کې به له درنې سزا سره مخ شي.

یوازې د هرات پوهنتون له دې ډول وضعیت سره مخ نه دی بلکې د کابل پوهنتون محصلین هم دې ته ورته وضعیت لري.

د کابل پوهنتون یوه محصله راضیه عليزاده هم وايي چې په کابل پوهنتون کې د طالبانو محدودیتونه په زیاتېدو دي.

د مېرمن علیزاده په وینا طالبانو دوی د پوهنتون په انګړ کې له ګرځېدو او همداراز عکسونو اخیستو څخه منع کړي دي.

هغه وایي: «په اصل کې د طالبانو محدودیتونه زیات شوي دي. د طالبانو ځواکونه د ننه په پوهنتون کې په توندو او کرکجنو کتو سره پر موږ څارنه کوي، که د دوی د اصولو خلاف لږ سرغړونه وویني، پوهنتون ته مو له ننوتلو مخنیوی کوی.»

دغه محصله زیاتوي ددغو محدودیتونو د دوام په صورت کې به نجونې له زده کړو لاس واخلي او د هغې په اند دا هغه څه دی چې طالبان یې غواړي.

موږ غوښتل په دې هکله د طالبانو نظر هم ترلاسه کړو، خو له پراخو هڅو سره سره د دوی د ویندویانو د نظر په اخیستو بریالي نه شوو.