د وزیر محمد اکبر خان روغتون پخوانی رییس، ډاکټر عبدالله احمدي، چې د افغانستان د طبي ټولنې له وتلیو څېرو څخه و، په فنلنډ کې د مغزي خونریزۍ له امله وفات شو.
د ښاغلي احمدي کورنۍ په خپره کړې اعلامیه کې د هغه مړینه تایید کړې او هغه یې “د طبابت علم پياوړې” او “غوره اخلاقو ” څلانده څېره بللی دی.
د کورنۍ په وینا، پروفیسور احمدي په فنلنډ کې په یوه روغتون کې د مغزي خونریزي د ناروغۍ زغملو او بستر کېدو وروسته “خپل روح حق ته وسپاره” (وفات شو).
په اعلامیه کې راغلي چې هغه “خپل ټول برکتي عمر په ایمان، تعهد او صداقت سره د انسانانو په خدمت کې تېر کړ” او د هېواد په داخل او بهر کې یې د طبابت، اخلاقو او عاجزۍ یو نه هیریدونکی میراث پرېښود.
کورنۍ، شاګردانو او د هېواد علمي ټولنې یې د مړینې په غم کې دا ضایعه “نه جبرانېدونکې” بللې ده.
