افغانستان ښځې

اوتاوا کې د افغان ښځو د «جنسي آپارټاید» پای ته رسولو په موخه ناسته شوې

په کانادا کې د افغانستان د “جنسي آپارتاید” د پای لپاره نړیواله غونډه شوې

د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا کې د «له کابل تر اوتاوا» تر عنوان لاندې یو نړیوال کنفرانس جوړ شوی چې هدف یې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د وضعیت بحث او د نړیوالو ګډو اقداماتو غوښتنه ده.

دا غونډه د ښځو او ماشومانو د حقونو څېړنې او عدالت غوښتنې شبکې له خوا جوړه شوې وه، چې د کاناډا د پارلمان غړو، نړیوالو ډیپلوماتانو او شنونکو پکې ګډون کړی و.

ګډونوالو ویلي چې په افغانستان کې پر ښځو وضع محدودیتونه د جنسي تبعیض یوه بې‌ساري بڼه ده چې ګڼ حقوق‌پوهان یې د «جنسي آپارتاید» په نوم یادوي.

د یاد بنسټ مسوولینو زرقا یفتلي او روبینا همدرد په تازه څېړنیز راپور کې د طالبانو د پالیسۍ زیانونه شریک کړل ، چې پکې د زده‌کړو بندیزونه، اقتصادي محدودیتونه او د تاوتریخوالي زیاتوالی مستند شوی دي.

په دې غونډه کې د حمیرا ثاقب له لوري د افغانستان د زرګونو ښځو له خوا لاسلیک شوی یو ګډ لیک ګډونولو ته وړاندې شو او د کاناډا له حکومته یې وغوښتل چې دغه موضوع د نړیوالو بنسټونو تر کچې ورسوي ترڅو د یو رسمي جرم په توګه وپېژندل شي.

ګډونوالو د افغان ښځو د خوندیتوب، نړیوالې همکارۍ او د ښځو د پام وړ مشارکت پر اړتیا ټینګار کړی.