افغانستان سوداګري

ننګرهار کې د افغان پانګوال د دوه میلیونه امریکايي ډالرو پانګونې سره د نباتي غوړو فابریکه پرانېستل شوې

ننګرهار کې د نباتي غوړو نوې فابریکې عکس

د ننګرهار د شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې د یوه افغان پانګوال په دوه میلیونه امریکايي ډالرو پانګونې، د (المعيار) په نوم د تیلي نباتاتو د پروسس او غوړو یوې تولیدي فابریکې خپل فعالیت پیل کړ.

ویل کیږي، دغه فابریکه د ورځې په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۰۰ ټنو نباتاتو د پروسس وړتیا لري، چې له دې لارې تېل او غوړي تولیدوي.

په دې فابریکه کې به شاوخوا ۱۰۰ تنه په مستقیم ډول او زرګونه نور په غیر مستقیم ډول کار وکړي.

د یادې فابریکې مسؤلین وايي، چې دوی له سویابینو، زغر، لمرګلي، کنولې او نورو بوټو څخه تېل او غوړي تولیدوي، او خام مواد یې په هېواد کې تأمینېږي.