د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین ازبکستان کې د منځنۍ آسیا هېوادونو د سیمهییزو معلوماتو او همغږۍ غونډه کې ګډون وکړ.
عبدالرحمن منیر د غونډې ګډونوالو ته په افغانستان کې د نشهيي توکو پر ضد روانه مبارزه د مهمو لاسته راوړنو ډکه وبلله او څرګنده یې کړه چې په هېواد کې د نشهيي توکو کښت، قاچاق او کرکېله نږدې صفر ته رسېدلې ده. نوموړي د غړو هېوادونو تر منځ د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین له اړوندو هېوادونو وغوښتل چې د افغان بزګرانو لپاره د بدیل معیشت په برخه کې همکاري وکړي، څو دغه ناوړه پدیده په بشپړه توګه له افغانستانه له منځه یوړل شي.
