نړۍ

پاکستان، د مالي اقدام ځانګړې ډلې له خړ نوملړه وایستل شو

انځور: رویټرز

د پيسو پر سپینولو د څارنې نړیوال سازمان رییس چې دا نوملړ برابروي، وایي چې پاکستان له نړیوال خړ نوملړه چې د ترهګرۍ د مالي ملاتړ لپاره لازیاته څارنه کوي، ایستل شوی دی.

د مالي اقدام د ځانګړې ډلې (اف ای ټي اف) رییس ټي راجا کمار په خبري ناسته کې وویل، دا پرېکړه چې د سویلي آسیا بحران ځپلي هېواد (پاکستان) اعتبار پياوړی کوي، په پاریس کې د دوه ورځنۍ ناستې په پای کې شوې ده.

ښاغلی کمار زیاتوي: «د پاکستاني چارواکو له زیاتو هڅو وروسته، دوی د ځانګړي اقدام په دوو پروګرامونو کې کار کړی او د پیسو سپینولو او د ترهګرۍ د مالي ملاتړ په وړاندې مبارزې په سیسټمونو کې یې د نیمګړتیا د لیرې کولو لپاره ټول ۳۴ موردونه بشپړ کړل.»

دغه بنسټ په یوه ناسته کې چې په جون میاشت کې ترسره شوې وه، ویلي و چې پاکستان په «خړ نوملړ» کې وساتي.

هغه ټینګار کړی و چې ښايي د پرمختګ د تایید لپاره له سیمې له لیدنې وروسته، پاکستان له دې نوملړه وایستل شي.

ښاغلی کمار اوس وایي چې ددې سازمان یوې ډلې له پاکستانه لیدنه کړې او ددغه پروګرام له اجرا کېدو راضي دي.

له بلې خوا، د پاکستان لومړي وزیر شهبار شریف پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل: «له خړ نوملړ«FATF»  څخه د پاکستان وتل په ډېرو کلونو کې د پراخو او تلپاتې هڅو ښودنه کوي.»

پاکستان په ۱۳۹۷ کال کې «د ترهګرو د مالي ملاتړ په وړاندې د مبارزې د ستراتيژیکو سرغړونو» له امله په دې نوملړ کې شامل شوی و.

ښاغلي کمار وویل، سره له دې چې دغه هېواد له نوملړه ایستل شوی، «د ترسره کولو لپاره کار شته» او زیاته یې کړه چې FATF پاکستان هڅوي ترڅو خپلې څارونکې کړنلارې پياوړې کړي.

له دغه نوملړه په ایستلو سره، پاکستان به په اصل کې خپل ځایګی ښه کړی او له نړیوالې ټولنې به لازیاته همکاري ترلاسه کړي.

دا چاره به همداراز د بهرنۍ پانګونې له پلوه په نوموړي هېواد کې د وضعیت د ښه کېدو لامل شي.

په پاکستان کې وروستیو سېلابونو ددې هېواد اقتصاد چې په اوسني وخت کې له شل سلنې ځوړتیا او د پاکستانیو کلدارو د ارزښت له سخت کمښت سره مخ دی، لا زیات کمزوری کړی دی.