په فاریاب ولایت کې ځینې معلولان وایي چې طالبان د دوی د قانوني حقونو له ورکړې ډډه کوي؛ هغه موضوع چې د دوی په وینا، ژوند یې له سختو اقتصادي او روغتیایي ستونزو سره مخ کړی.
دغه معلولین وايي له ګڼو ستونزو سره سره، هغه دولتي او اداري مرستې چې پخوا به یې ترلاسه کولې، یا بشپړې درېدلي او یا په څرګند ډول کمې شوې دي.
عبدالله چې د قیصار ولسوالۍ اوسېدونکی دی وایي پخپله دی د کورنۍ پنځه غړي یې له معلولیت سره ژوند کوي.
عبدالله زیاتوي څلور ماشومان یې، لکه خپله، له زېږون څخه معلولیت لري او دوي له کلونو راپدیخوا د جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
هغه زیاتوي چې د فاریاب د شهدا او معلولینو ریاست یوازې دده لپاره په کال کې ۱۰ زره افغانۍ معاش ورکوي.
هغه وایي: «زما څلور اولادونه او زه پخپله معلول یوو، له دولت او مؤسسو هیڅ مرسته نه ده راسره شوې. که شوې هم وي، ډېر لږه وه. زموږ د ژوند شرایط ډېر سخت دي. کار هم نشته؛ اولادونه مې هم واړه دي، کار نه شي کولای او زه هم معلول یم.»
په قیصار ولسوالۍ کې یو شمېر نور معلولان هم د عبدالله په څېر وضعیت لري. کمالالدین، چې د ۹ کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري او د پښې له معلولیته کړیږي، وایي چې اقتصادي فشارونو یې ورځنی ژوند ستونزمن کړی او باید د معلولانو ستونزو ته رسیدنه وشي.
