هالنډ کې د ملکې ثریا د زوکړې د ١٢٦ مه کلیزې په مناسبت او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پرضد غونډه وشوه.
د افغان ښځو د پیوستون ټولنې او د لومړیتوب لرونکو ښځو سازمان په دې ګډې غونډه کې لسګونه افغان فعالانو، فرهنګیانو، محصلینو او د ښځو دحقونو مدافعینو ګډون کړی و.
د غونډې ویناوالو د ملکې ثریا د ژوند او پرمختیايي فکر په اړه ویناوې او علمي بحثونه وکړل.
ویناوالو په خپلو ویناوو کې ټینګار وکړ، چې ملکه ثریا د افغانستان د معارف، ښځینه حقونو او ټولنیز اصلاحاتو بنسټګرو څېرو څخه وه او د سل کاله پخوا په شرایطو کې یې د نجونو د زده کړو، ښځو د کار او علمي-مدني مشارکت لپاره تاریخي کارنامې ترسره کړې دي.
په غونډه کې همدارنګه پر اوسني وضعیت هم بحث وشو او ګډونوالو وویل، چې نن افغان ښځې له خپلو اساسي انساني او اسلامي حقونو څخه محرومې شوې دي، خو د ملکې ثریا له مبارزې او مقاومت څخه الهام اخلي.
د غونډې ویناوالو همدارنګه د ملکې ثریا د میراث پر ساتلو او د افغان ښځو پر ننني وضعیت د نړیوالو د پاملرنې پر اړتیا ټینګار وکړ.
