متحده ایالتونه

د ټرمپ ادارې تر دې دمه  ۵۰ زره فډرالي کارکوونکي ګمارلي؛ ډېری برخه یې د کډوالۍ په ادارو کې ګمارل شوي

د امریکا د حکومت د بشري سرچینو مشر، سکاټ کوپور، ویلي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له واکمنۍ راهیسې امریکا ۵۰ زره نوي کارکوونکي وګمارل. د راپورونو له مخې، زیاتره نوي کارکوونکي په ملي امنیت او مهاجرتي ادارو کې کار کوي، چې د ټرمپ د ادارې د سیاستونو لومړیتوبونه منعکسوي.

کوپور د جمعې په ورځ په یوه مرکه کې وویل چې د نوي ګمارل شویو کارکوونکو ډېری برخه د ګډوالۍ ادارې پورې تړاو لري. هغه زیاته کړه چې دغه ګمارنې د ټرمپ د حکومت د اصلاحاتي کمپاین یوه برخه ده، ترڅو په فډرالي ادارو کې د کارکوونکو جوړښت د نوو لومړیتوبونو پر اساس بدل شي.

په ورته وخت کې، ټرمپ د حکومت په ځینو برخو کې د ګمارنو مخنیوی کړی او ځینې کارکوونکي یې له دندو لیرې کړي، لکه د داخلي عوایدو اداره او د روغتیا او بشري خدماتو وزارت. د اګست میاشتې د راپورونو له مخې، د ټرمپ اداره پلان لري چې سږکال شاوخوا ۳۰۰ زره کارکوونکي له دندو ګوښه کړي.

په دې لړ کې، د ټرمپ ادارې له ۱۵۴ زره کارکوونکو څخه د رضاکارانه استعفا وړاندیزونه ومنل، چې د حکومت په بېلابېلو برخو لکه د هوا پیژندنې، د خوراکي توکو خوندیتوب، روغتیايي پروګرامونو او فضایي پروژو باندې اغېز درلود.

د ټرمپ ادارې همدارنګه هغه کارکوونکي چې د مدني حقونو د قانون پلي کول، د مالیاتو راټولول او د پاکې انرژۍ د پروژو څارنه یې کوله، له دندو لیرې کړل. په دې لړ کې میلیاردر ایلان ماسک د فدرالي مدني کارکوونکو د ۲.۴ میلیونه ځواک د کمولو پروژه پیل کړه، چې موخه یې د ادارې د موثریت لوړول او د لویې کاري قوې کوچنی کول دي.