د امريکا سنا مجلس د دوشنبې په ورځ د يوې موافقې لايحه تصويب کړه چې د حکومت تر ټولو اوږد تړل شوی حالت به پای ته ورسوي. دا اقدام د څو اوونيو اوږده کړکېچ وروسته رامنځته شو، چې له امله يې د ميليونونو امريکايانو د خوړو مرستې ګډوډې شوې، سلګونه زره فډرالي کارکوونکي بې معاشه پاتې شول او د هوايي تګ راتګ نظام اغېزمن شو.
لايحه د ۶۰ موافقو او ۴۰ مخالفو رايو په نتيجه کې تصويب شوه. نږدې ټول جمهوري غوښتونکي او اته ډيموکراټ سناتورانو يې ملاتړ وکړ، خو ډيموکراټانو هڅه وکړه چې د حکومت تمويل د روغتيايي مرستو له تمديد سره وتړي، هغه مرستې چې د کال تر پايه پای ته رسېږي. که څه هم هوکړه د ډسمبر لپاره د دغو مرستو د رايې اچونې زمينه برابروي، خو د دوام ضمانت نه ورکوي.
د دې هوکړې له مخې به د فډرالي ادارو تمويل چې د اکتوبر په لومړۍ نېټه پای ته رسېدلی و، بېرته فعال شي، او د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فډرالي کارکوونکو د کمولو هڅې به د جنورۍ تر ۳۰مې پورې وځنډول شي.
دا لايحه اوس استازو جرګې ته لېږل کېږي. د جرګې رئيس مايک جانسن ويلي چې هڅه کوي دا تر چهارشنبې پورې تصويب کړي او ولسمشر ټرمپ ته د لاسليک لپاره واستوي. ټرمپ دا موافقه “ډېره ښه” بللې ده.
د موافقې له مخې به د حکومت تمويل تر جنورۍ ۳۰مې پورې وغځېږي، خو فدرالي حکومت به تر هغه وخته هر کال شاوخوا ۱.۸ ټريليونه ډالره پور ته زياتوي.
دغه پرېکړه د ډيموکراتانو د وروستيو انتخاباتي برياوو (په نيوجرسي، ورجينيا او نيويارک ښار کې) وروسته راځي، خو ډېری ډيموکراتان پرې ناخوښ دي ځکه چې د روغتيايي بيمې د مرستو د دوام تضمين پکې نشته.
د سنا د ډيموکرات دويم مشر ډيک ډربين وويل: “موږ غوښتل چې زيات کار وکړو، خو د حکومت تړل کېدل ونه توانېدل چې موږ ښه پاليسۍ ته ورسوو.”
د دوشنبې په ورځ د سنا د پرېکړې له اعلان وروسته د امريکا سټاک بازارونه لوړېدل پيل کړل.
که څه هم دغه موافقه د ټرمپ له خوا د راتلونکو لګښتونو د کمولو مخنيوی نه تضمينوي، خو د د خوړو مرستې پروګرام تمويل به د راتلونکي کال تر سپټمبر ۳۰مې پورې دوام ولري، څو که حکومت بيا وتړل شي، د خوړو مرستې بندې نه شي.
