د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه آصف، ویلي چې طالبان باید په پاکستان کې د سولې ضمانت ورکړي، که نه نو له جدي پایلو سره به مخ شي.
آصف د پاکستان په یوه تلویزیوني خپرونه کې په خبرو کې خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د ترهګریزو بریدونو لړۍ باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي، که نه نو د دواړو هېوادونو ترمنځ تړون به بېارزښته شي.
هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان د امنیت تضمین د طالبانو او ټولو اړوندو خواوو پر غاړه دی، ځکه چې ناارامي به په پای کې د طالبانو پر زیان تمامه شي.
د پاکستان د دفاع وزیر وویل چې اسلاماباد به د هېڅ ډلې لهخوا ترهګریز فعالیتونه ونه زغمي، که هغه (TTP) وي یا د بلوچستان ازاديپال پوځ.
هغه خبرداری ورکړ که بریدونه تکرار شي، نو سخت پوځي ځواب به ورکړل شي.
د آصف په وینا، طالبانو په وروستیو خبرو کې د تحریک طالبان پاکستان د غړو د لېږد په بدل کې د ۱۰ میلیاردو روپیو غوښتنه کړې، خو د دې ډلې د فعالیتونو د بندېدو په اړه یې هېڅ تضمین نهدی وړاندې کړی.
هغه زیاته کړه: «پاکستان د همکارۍ لپاره چمتو دی، خو کابل د تضمین له ورکولو ډډه کړې ده.»
آصف همدارنګه وویل چې د دواړو هېوادونو د خبرو بل پړاو به د نومبر په شپږمه نېټه ترسره شي، هغه د منځګړو هېوادونو د رول په اړه وویل: «ترکیه او قطر د پاکستان باوري ملګري دي، او زه د هغوی په منځګړیتوب باور لرم، خو پر طالبانو باور نهلرم. زه د ترکیې او قطر خبره منم، د طالبانو نه.»
ده ټینګار وکړ چې د پاکستان حکومت د طالبانو سره د خبرو په اړه یو موټی دی، او د امنیتي پالیسۍ یا د خبرو د بهیر په اړه هېڅ داخلي اختلاف نشته.
د پاکستان د دفاع وزیر په خپلو خبرو کې د اسلاماباد او نوي ډیلي اړیکو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: «نارېندرا مودي، د هند صدراعظم، له سیاسي پلوه له ماتې سره مخ شوی او هڅه کوي د کړکېچونو په رامنځته کولو سیاسي امتیاز ترلاسه کړي. خو د هند هر ډول تېری به د پاکستان له قاطع ځواب سره مخ شي.»
د پاکستان د دفاع وزیر دا نوی خبرداری طالبانو ته په داسې حال کې ورکړی چې د پنجشنبې په شپه د دواړو خواوو پلاوي سره سلا شول چې د اختلافاتو د حل لپاره به راتلونکې اونۍ په ترکیه کې خبرې بیا پیلوي.
په استانبول کې د یوې اوونۍ اوږدو، خو له وقفو ډکو خبرو پر مهال د طالبانو او پاکستان پلاوي د پولو پر ستونزو کومې هوکړې ته ونه رسېدل.
