متحده ایالتونه

د ټرمپ د اټومي ازموینو اعلان د امریکا د سیاستوال اندېښنې پارولي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اټومي وسلو د ازموینې د بیا پیل اعلان په واشنګټن کې پراخ غبرګونونه او اندېښنې راپارولي دي.

ټرمپ د چهارشنبې په شپه په ټولنیزو رسنیو کې ویلي، چې پوځ ته یې امر کړی څو د اټومي وسلو ازموینې پيل کړي، ځکه امریکا «نه شي کولای له روسیې او چین وروسته پاتې شي.»

دغه اعلان د امریکا د سمندري ځواکونو مرستیال ریچارډ کورېل د سنا د استماعې له ناستې یوازې څو ساعته وړاندې وشو، چیرې چې نوموړی د اټومي ځواکونو د قومندانۍ د مشرۍ لپاره نوماند و. د سنا د وسله‌والو خدمتونو کمېټې غړو د ټرمپ له څرګندونو وروسته د اټومي ازموینو په اړه له نوموړي پرله‌پسې پوښتنې وکړې.

د ډیموکراټ سناتور جک ریډ پوښتنه وکړه چې ایا د اټومي چاودنو بیا پیل کول به د وسلو نړیوال سیالۍ ته لار هواره نه کړي؟ کورېل ځواب ورکړ: «زما دنده به دا وي چې د هرې پرېکړې په اړه نظامي مشوره وړاندې کړم.»

د امریکا چارواکو لا تر اوسه نه ده روښانه کړې چې ټرمپ د اټومي وسلو د چاودنیزو ازموینو خبره کړې او که د انتقال سیسټمونو (لکه توغندیو) ازموینې هدف یې و. خو د وسلو کارپوهان وایي، که واشنګټن د ۳۳ کلن اټومي ازموینو بندیز مات کړي، نو دا به نړۍ یو ځل بیا د سړې جګړې د سیالۍ حالت ته ور وګرځوي.

د «د اندېښمنو ساینسپوهانو اتحادیې» مشره تارا ډروزډینکو ویلي: «د امریکا لپاره د چاودنیزو اټومي ازموینو بیا پیل هېڅ ښه دلیل نه لري، برعکس دا به د امریکا امنیت لا کمزوری کړي.»

په داسې حال کې چې روسیه او چین د خپلو اټومي پروګرامونو پراختیا ته دوام ورکوي، شنونکي وایي، ټرمپ غواړي له دې لارې پر مسکو او بیجینګ فشار زیات کړي. خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې واشنګټن باید د اټومي ازموینو محدودیت ته ژمن پاتې شي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د امریکا له لوري د اټومي ازموینو بیا پیل به سیال هېوادونه وهڅوي چې هغوی هم ازموینې وکړي، کوم چې به د نړیوالې امنیتي فضا بې‌ثباتۍ ته لار هواره کړي.

امریکا له ۱۹۹۲ کال راهیسې د اټومي چاودنو رسمي ازموینې نه دي کړي، خو تر دې دمه یې له ۱۰۳۰ زیاتې ازموینې ترسره کړې دي.