د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د ایران په وړاندې د ۲-۱ بریا په ترلاسه کولو سره، د هېواد په ورزشي تاریخ کې یو نوی فصل پرانیست.
دا لومړي ځل دی، چې افغانستان د آسیا د ځوانانو د لوبو اتلولي خپلوي.
د پایلوبې دا سیالي د پنجشنبې ماښام د بحرین په پلازمېنه منامه کې ترسره شوه.
د افغانستان ځوان لوبغاړي، د خپلو پرلهپسې بریاوو په دوام، وتوانېدل د آسیا له یو پیاوړي ټیم، ایران، څخه تاریخي بریا ترلاسه کړي.
د لوبې لومړۍ نیمه د افغانستان په ګټه (۱–۰) پای ته ورسېده.
په دویمه نیمه کې سره له دې چې د ایران پرلپسې هڅې زیاتې شوې، خو د افغانستان لوبغاړو په زړورتیا دوېم ګول وواهه او د اتلولۍ تاج یې خپل کړ.
افغان لوبډلې تر دې وړاندې د چین، ټایلنډ، ازبکستان او بحرین ټیمونه هم مات کړي وو.
په نیمهپایلوبه کې افغانستان د ټایلنډ په وړاندې د ۹–۱ په حیرانوونکې پایله بریالی شوی و.
دا بریا د افغان ځوانانو د استعداد، باور او نه ستړې کېدونکې هڅو څرګندونه کوي، یو ځل بېا د ټول ملت لپاره یو تاریخي ماښام.
