روغتیا

د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین د کمپاین پيل

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د واکسین د تطبیق کمپاین نن د دوشنبې پر ورځ د هېواد په کابو ۲۲ ولایتونو کې پيل شوی او ټاکل شوې دغه پروګرام تر څلورو ورځو دوام وکړي.

دغه وزارت وایي، چې په دې کمپاین کې به تر پنځه کلنۍ پورې لږ تر لږه شپږ میلیون ماشومان د ګوزڼ ویروس پروړاندې واکسین شي.

دغه کمپاین د هېواد د ۲۲ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې تطبیقېږي.

دا په روان کال کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د تطبیق دویم دور کمپاین دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ادعا کړې، چې په روان کال کې د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ د دوو پېښو په اړه راپور رارسېدلی او زیاته شوې، چې دغه شمېر په ۲۰۲۱ کال کې ۴ موردونو او په ۲۰۲۰ کال کې ۵۶ موردونو ته رسېده.

د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره د نړیوال نوښت (جي‌پي‌اې‌ای) د راپور له مخې افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ موارد په ۲۰۲۱ کال کې په ټوله ۴۳ موردونه وو.

د دغه وزارت په بیانیه کې هغو ولایتونو ته، چې دا کمپاین پکې پیلېږي اشاره نه ده شوې.

طالبانو له ټولو ځايي چارواکو، قومي مشرانو، دیني علماوو او نفوذ لرونکو کسانو غوښتي، چې له دغه کمپاین سره همکاري وکړي.

تېرو کلونو کې افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین کمپاین کارکوونکي د دغو پروګرامونو د پلې کولو پرمهال له ګواښونو سره مخ وو.

د روان زېږدیز کال په فبرورۍ میاشت کې د ملګروملتونو سازمان اعلان وکړ، چې افغانستان کې د دغه کمپاین پرمهال د ګوزڼ واکسین د تطبیق ډلو لږ تر لږه اته غړي ووژل شول. دغه پېښه د دې کمپاین په لومړۍ دوره کې د هېواد په ختیځ کې وشوه.

د ملګروملتونو سازمان د راپور له مخې په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې افغانستان کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین کابو ۹ کارکوونکي وژل شوي دي.

د ماشومانو ګوزڼ یوه سخته عفوني ناروغي ده، چې د نه مخنیوي په صورت کې د ماشومانو د فلج یا وژل کېدو لامل ګرځي. د دغه واکسین درې دورې تطبیق د دې ویروس پروړاندې کابو سل سلنه عافیت رامنځته کوي.