د افغانستان د پاراتکواندو تګړه لوبغاړې او د نړیوالو کډوالو لوبډلې غړې ذکیه خدایداي، د اروپایي شورا د «شمال-جنوب»معتبره جایزه ترلاسه کړې ده.
دا جایزه د چهارشنبې په ورځ، د عقرب په ۷مه نېټه، د پرتګال ولسمشر مارسېلو رېبلو د سوزا لخوا د دغه هېواد د پارلمان رسمي مراسمو کې ذکیه خدادادي ته وسپارل شوه.
مېرمن خدادادي په خپل انسټاګرام کې لیکلي چې دا د هغې د ژوند له «تر ټولو ځانګړو او نه هېریدونکو ورځو» څخه یوه ده.
هغې زیاته کړې:
«دا جایزه یوازې یو ستاینه نده، بلکې د امید، مقاومت او د خوبونو د باور سمبول دی، د هغو کسانو لپاره چې د ژوند له ستونزو سره مبارزه کوي خو، نه تسلیم کیږي.»
ذکیې خدادادي ویلي، د یوه پارالمپیکي ورزشکارې او پناه غوښتونکې په توګه باور لري چې ورزش یوازې سیالي نه ده، بلکې د انسانانو د یووالي یو پُل دی.
هغې دا جایزه ټولو کډوالو، افغان ښځو او هغو ورزشکارانو ته ډالۍ کړې چې هره ورځ د روښانه راتلونکي لپاره هڅې کوي.
د «شمال ـ جنوب» جایزې بنسټ د اروپا د شورا له خوا په ۱۹۹۵ کال کې د بشري حقونو، نړیوالې همکارۍ او د عدالت، سولې او دوامدار پرمختګ د هڅونې په موخه اېښودل شوې دی.
دا جایزه هر کال دوه ګټونکو (یو له شمالي اروپا او بل د سویلي اروپا) ته ورکول کیږي.
