افغانستان

د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي د بشر حقونو په تړاو د خبرو پر دوام ټینګار کړی

د برېټانیا ځانګړی استازی ریچارډ لینډسي

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي، ویلي چې کابل ته د ده وروستي سفر د دې زمینه برابره کړه څو له د طالبانو له چارواکو او د افغانستان له ګڼو وګړو سره وګوري او خبرې ورسره وکړي.

لیندسي نن، د یکشنبې په ورځ، په ټولنیزه شبکه ایکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې په دغو لیدنو کې د سیمه‌ییز ثبات، بشري حقونو، د رسنیو د آزادۍ او ټول‌ګډون جوړښت په اړه مهم بحثونه شوي دي.

هغه ټینګار کړی چې د دې خبرو دوام د افغانستان د دوامدارو پرمختګونو لپاره اړین دی، او بریتانیا به له ټولو اړخونو سره په مثبت او رغنده تعامل ژمنه پاتې شي.

د بریټانیا حکومت له دې وړاندې ویلي و چې ښاغلي لیندسي د خپل سفر پر مهال د طالبانو وزیران له پاکستان سره د خبرو دوام او د اوږدمهاله حل‌لارو موندلو ته هڅولي دي.

د جمعې په ورځ خپرې شوې اعلامیې له مخې، لینډسي په دې سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، عامې روغتیا، د کډوالو او د طبیعي پېښو د رسیدګۍ وزارتونو له چارواکو سره لیدلي او خبرې یې ورسره کړي دي.

په دغو لیدنو کې د سیمه‌ییز ثبات، بشري مرستو، د انټرنېټ لاسرسي، او د ښځو او نجونو د حقونو په اړه بحثونه شوي دي.

د بریتانیا ځانګړي استازي ویلي دي: دا سفر د طالبانو له وزیرانو او چارواکو سره د رغنده خبرو لپاره یوه مهم فرصت وو. برېټانیا د افغانستان د خلکو لاسنیوي ته ژمنه ده. سږکال مو څلور میلیونه پونډه بېړنۍ مرسته او تر ۱۵۱ میلیونه پونډو پورې پراخې بشري مرستې ځانګړې کړې دي.»