افغانستان

د طالبانو مشر: د کرزي او غني د دورو مقررې او لایحې مو تر څېړنې لاندې دي

د طالبانو مشر په خپلو ترټولو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا «د خالص اسلامي نظام» پر جوړولو او تېرو شلو کلونو کې د نافذو غیرشرعي قوانینو پر لغوه کولو ټینګار کړی دی.

د طالبانو مشر وایي: «دا اسلامي نظام دی د ثواب په نیت ورسره ودرېږئ. امید شته چې په راتلونکي کې به سل سلنه اسلامي نظام جوړېږي، هغه نظام چې د رشوتونو او حرامو مالونو د جمع کولو پربنسټ جوړ شوی و، زه تاسو ته ډاډ درکوم چې نافذ ناروا قوانین به لغوه کېږي.»

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده ته په منسوب یوه غږیز پیغام چې په ټولنیزو پاڼو کې خپور شوی نوموړی وایي، چې د کرزي او د غني دولتونو د وزارتونو ټولې لایحې او مقررې یې راغوښتې دي او هغه یې له علماوو سره یو ځای تر څېړنې لاندې دي.

نوموړی وایي، زیات داسې څه شته چې غیر اسلامي او غیر شرعي دي؛ چې د لیرې کېدو په حال کې دي.

د طالبانو مشر په دغه غږیز پیغام کې ټینګار کوي، کار روان دی او هر هغه حکم چې «غیر شرعي او د خلکو د ګټو خلاف او ظالمانه» وي لغوه کېږي.

هغه زیاتوي: «هر هغه څه ته چې د شریعت خلاف وي؛ اجازه نه ورکوو. هرڅومره زیات فشار چې راوستل شي.»

ملاهبت الله همدراز وایي، چې له نړۍ او خلکو سره په دې شرط تعامل کوي چې «د شریعت خلاف» نه وي.

نوموړي څرګنده کړې، دا يې عزم او اراده ده چې په افغانستان کې خالص اسلامي نظام واکمن کړي.

ملا هبت‌الله اخوندزاده دا خبرې په هغه غونډه کې بیان کړې چې په دې وروستیو کې کندهار کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د استخباراتو له رییسانو او عمومي مسوولانو سره جوړه شوې وه.

هغه رپوټ کې چې شریعت ورځپاڼې تېره ورځ پر خپلې وېب‌پاڼې خپور کړی دی راغلي، چې په دې ناسته کې د دې ډلې قاضي‌القضات مولوي عبدالحکیم، د چارو ادارې د عمومي ریاست سرپرست شیخ مولوي نورالحق انور او د استخباراتو د عمومي ریاست اوپراتیفي مرستیال ملا تاج‌میر جواد حضور درلود.

شریعت ورځپاڼې د دغې ناستې کره وخت ته اشاره نه ده کړې.

په دغه دوه دقیقه‌یي غږیز پيغام کې چې د طالبانو له مشر څخه خپور شوی دی له شپږم تولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستل کېدو په اړه هېڅ هم نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې اوونۍ پر سه‌شنبې ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن اعلان کړی، چې هېواد یې د طالبانو پر اوسنیو او پخوانیو غړو له دې جملې د دې ډلې پر چارواکو افغانستان کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي او د هغوی د ځپلو له امله د وېزو ورکولو محدودیت لګولی دی.