افغانستان

سرچینې: بدخشان کې د سرو زرو د زېرمې نړېدلو له امله دوه وروڼه مړه شول

بدخشان کې د سرو زرو د زېرمې. عکس له آرشیف څخه

ځايي سرچینو آمو ته ویلي، چې د بدخشان ولایت په ارغنجخوا ولسوالۍ کې د سرو زرو د یو کان د تونل د نړېدلو له امله دوه وروڼو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سرچینو په وینا، دا دواړه وروڼه د شهدا ولسوالۍ، د پیتاو د کلي اوسېدونکي وو، چې هره ورځ یې د کم مزد په بدل کې په دغه کان کې کار کاوه.

سرچینې زیاتوي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د کان یو تونل راپرېوت، او دواړه کارکوونکي یې لاندې کړل.

د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د بدخشان ډېری کانونه په ناپېژندل شويو سیمو کې موقعیت لري، او ډېری یې د غیر مسلکي کسانو له لوري د ابتدایي وسایلو په مرسته کیندل کېږي. د سیمې کارګران وايي، د زېرمو د ناسم مدیریت، د خوندیتوب د نشتوالي او د اقتصادي مجبوریتونو له امله دوی اړ دي چې په خطرناکو شرایطو کې د لږو پیسو په بدل کې کار وکړي.