د بدخشان ځايي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې یوه لرغونی غار موندل شوی چې په زرتشتي دورې پورې تړاو لري.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه غار د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې موقعیت لري او د سیمې د اوسېدونکو لهخوا کشف شوې دی.
ویل کېږي چې د خاش ولسوالۍ اوسېدونکي د یوې غونډۍ د خاورې د کیندلو پر مهال دغه غار ته رسېدلي دي.
د سرچینو په وینا، له دغه غار څخه د څېړنو او لرغونپېژندنې د موخو لپاره بېلګې اخیستل شوې دي.
د طالبانو چارواکو او د دوی د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر اوسه د دې موندنې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
د زرتشت د دورې تاریخي آثار د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې موندل شوي، خو د بدخشان دا وروستۍ موندنه به د سیمې د لرغوني تمدن د یو بل مهم ثبوت په توګه د پام وړ مرسته وکړي.
لرغونپوهان باور لري چې بدخشان د زرتشتي مذهب د خپرېدو په لومړیو مرحلو کې یو مهم مذهبي او فرهنګي مرکز و. د دې ډول موندنو له لارې نهيوازې د افغانستان د لرغوني تاریخ نوې برخې روښانه کېږي، بلکې دا هم څرګندېږي چې دا سیمه د زرتشت، بودایي او نورو لرغونو مدنیتونو د ګډ ژوند او فکري تبادلې یوه مهمه حوزه وه.
