افغانستان

اسوشیېټډ پرېس: طالبانو د انټرنېټ د سراسري بندیز راپورونه رد کړل

تصویر از نشست خبری سخنگوی طالبان هنگام اعلام طرح پنج‌ساله اداره طالبان.

اسوشیېټډ پرېس خبر ورکړی چې طالبانو په هېواد کې د انټرنېټ د بشپړ بندېدو راپورونه رد کړي او ادعا یې کړې چې د نوري فایبر زړې کیبلې خرابې شوې او دا مهال د بدلون په حال کې دي.

دا د طالبانو لومړنۍ رسمي غبرګون دی، چې د انټرنېټ د بندېدلو په اړه یې وکړ. د طالبانو له لوري د انټرنېټ له پرېکېدو سره، له درېیو ورځو راهیسې د بانکي سیستمونه، الوتنې، روغتونونه او د خلکو ورځنی ژوند ګډوډ شوی او افغانستان له نړۍ پرې شوی دی.

د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، طالبانو په درې کرښه‌ییزه اعلامیه کې چې د پاکستاني خبریالانو په یوه وټس‌اپ ګروپ کې یې خپره کړې، ویلي دي: «هغه اوازې چې خپرې شوې او وایي موږ انټرنېټ بند کړی، حقیقت نه لري.»

په افغانستان کې د انټرنېټ بندېدلو درې ورځې کېږي چې دوام لري. دې حالت د خلکو په ورځني ژوند او مهمو برخو لکه زده کړو، بانکي چارو، سوداګرۍ او د کورنیو ترمنځ اړیکو سخت اغېز کړی دی. ګڼ شمېر افغانان شکایت کوي چې له بهر مېشتو خپلوانو سره یې اړیکې پرې شوې او د مرستو د لېږلو بهیر هم ټکنی شوی دی.