نړۍ

ایران کې د تېلو کارګرانو له کاربندیز سره همهاله د اعتراضونو دوام

د سه شنبې په ورځ په ټول ایران کې د اعتراض کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې وې. په خواله رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي، چې ټانګونه کُرد مېشتو سیمو ته لېږدول کېږي؛ هغه سیمې چې د مهسا امیني د وژل کېدو د اعتراض کوونکو د ځپلو مرکز دی.

ایراني چارواکو د ۱۹۷۹ له انقلاب راهیسې له ترټولو لویې ننګونې سره مخ کېدو ته په پام له ۲۰۱۹ کال وروسته د مخالفتونو د ترټولو سترې څپې د ځپلو لپاره له زوره کار اخیستی دی.

د بشري حقونو بنسټونه وایي، په دغو اعتراضونو کې د ۱۹ تنکیو ځوانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸۵ تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپیان او همداراز زرګونه تنه هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د ایران حکومت وایي، په دغو ناکراریو کې تر ۲۰ زیات امنیتي پوځیان وژل شوي دي.

ایراني چارواکو ویلي، چې د ملکیانو د وژل کېدو په اړه به څېړنې وکړي.

وروستۍ ناارامۍ دوشنبه ورځ او د شپې له خوا د دغه هېواد د انرژۍ په حیاتي برخه کې له زیاتېدو وروسته دوام وکړ.

له ایرانه بهر د ټولنیزو رسنیو د مشهورو ایرانیو کاروونکو د رپوټ له مخې د ایران په سویل‌لوېدیځ کې د انرژۍ مرکزونه د دویمې ورځې لپاره د سه‌شنبې پر ورځ د ابادان، کنګان د تېلو د چاڼ په مرکز او د بوشهر د کیمیاوي مرکز د کارګرو له اعتراضونو سره مخ شوي دي.

د یوه کاروونکي په پاڼه کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي، چې څو تنه کارګران د ایران مذهبي مشر ایت‌الله خامنه‌اي ته په اشارې د «مرګ پر دیکتاتور» شعارونه ورکوي.

یوه ځایي چارواکي د سه‌شنبې پر ورځ وویل، چې د عسلویې کارخونې کارګران د مزد پر سر د اختلاف له امله په غوسه شوي او د امیني د مړینې پروړاندې کوم اعتراض نه لري.

د ځوانو خبریالانو بنسټ د تلګرام پاڼې د راپور له مخې والي علي هاشمي وویل: «د ایران یو شمېر وګړي د دولت ضد شعارونو په ورکولو د کارګرانو د اعتراضونو د پټولو په هڅه کې وو.»

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې د سه‌شنبې پر ورځ وویل، چې د دغه هېواد پنځه وګړي په ایران کې ساتل کېږي او اروپايي ټولنې د تهران پرضد د مسلکی اړخ تحریمونو پر سر هوکړه کړې ده، چې له راتلونکې اوونۍ پلې کېږي.

د یوې ویډیو له خپرېدو وروسته، چې په هغې کې دوو تنو فرانسویانو ظاهراً پر جاسوسۍ اعتراف کړی، فرانسې د اکټوبر پر ۶ ایران د «دیکتاتورۍ اقدامونو» او د هغوی د وګړو پر یرغمل نیولو تورن کړ.