افغانستان

یونیسف: د بودیجې کمښت د افغانستان د میلیونونو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی

یونیسف ویلي چې د جګړو، طبیعي پېښو، اقلیمي بدلونونو او اقتصادي سقوط له امله په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه کسان، چې نیمایي یې ماشومان دي، لا هم د ژوند ژغورونکو مرستو ته اړتیا لري.

افغانستان لا هم له لسیزو جګړو، د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلون وروسته د اقتصادي بې‌ثباتۍ، پر ښځو د زیاتېدونکو محدودیتونو او پرله‌پسې طبیعي پېښو تر سخت اغېز لاندې دی. د ۲۰۲۵ کال د بشري اړتیاوو او ځواب پلان د ۱۶.۸ میلیونو اړمنو کسانو د مرستې لپاره ۲.۴۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اګست پورې یوازې ۲۸ سلنه دا غوښتنه تمویل شوې ده.

یونیسف د خوړو له نړيوال سازمان سره په ګډه د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ګډ عمل پلان پیل کړی چې د نړیوال روغتیا سازمان د نوو لارښونو پر بنسټ د لا اغېزمنو او همغږو لارو چارو د معرفي کولو هڅه کوي.

په ۲۰۲۵ کال کې د بېرته ستنېدنې او شړلو څپې هم زیاتې شوې. یوازې له ایران څخه له ۲ میلیونو ډېر افغانان بېرته لېږل شوي، چې دا کار پر هغو ټولنو دروند فشار راوړی چې پخپله له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.

په ۳۱ اګست ختیځ ولایتونه  ۶+ درجې زلزلې ولړزول، چې په پایله کې یې زرګونه کسان بې‌کوره شول، کورونه او کرنیزې زېرمې یې ویجاړې شوې او د زرګونو انسانانو تلفات هم رامنځته شول.

د ۲۰۲۵ له پیل راهیسې د نس ناستې  ناروغۍ پېښې په چټکۍ زیاتې شوې دي. د اګست تر ۱۶مې پورې ۱۰۶،۱۹۶ پېښې او ۵۰ مړینې ثبت شوې، چې ۵۷ سلنه یې له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان دي. په یوه اونۍ (۱۰ – ۱۶ اګست) کې ۵،۳۳۱ نوې پېښې او د دوو ماشومانو مړینې ثبت شوې دي. تر ټولو ډېرې پېښې په پکتیا، نیمروز، کابل، خوست او فراه کې لیدل شوي.

راپور څرګندوي چې د ۲۰۲۵ د جنورۍ او مې ترمنځ مرستندویه ادارو ۱۰.۲ میلیونه کسانو ته ژوند ژغورونکې مرستې لکه خوراک، روغتیا، ساتنه، زده‌کړه، سرپناه، اوبو او د عاید سرچینو ملاتړ برابرې کړې دي؛ خو د تمویل کمښت له امله ډېری اړمن کسان، په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان او له ایران او پاکستانه بېرته ستانه شوي افغانان، له جدي خطر سره مخ دي.

یونیسف او نورې ملګرې ادارې پر نړیوالو غږ کوي چې د بشري مرستو د دوام لپاره عاجله او پراخه مرسته وکړي، څو د افغانستان د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیول شي.