افغانستان

د بمونو د مور اغېزې؛ د ننګرهار سپین غر کې له وخت مخکې زيږون پېښې زیاتې شوې

د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې اوس هم د بمونو د مور اغېزې لیدل کېږي.

ځایي خلک وایي، له یاد بم وروسته د سپین غر ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي د یاد بم له اغېزو کړېږي، چې ډېری اغېزمنه برخه يې امېندوارې ښځې دي.

امریکا د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د سپین غر ولسوالۍ د مامند درې په اسدخېلو سیمه کې د داعش د ځپلو لپاره د ۲۰۱۷ کال د اپرېل پر ۱۳ نېټه خپل ترټولو ستر بم (د بمونو مور) د داعش پر یوه مرکز وکاروه.

سره له دې چې د یاد بم له غورځېدو شاوخوا ۵ کاله تېرېږي، خو اوس یې هم اغېزې په خلکو کې لیدل کېږي.

د یادې سیمې اوسېدونکي ضیاء الله د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې وویل، چې د یاد بم له کارېدو پنځه کاله تېرېږي، خو بیا يې هم کورنۍ کړاو وينې.

هغه وایي ډېری ميندې د هماغې پېښې له امله له وخت مخکې بچې زېږوي او یا یې اولادونه ضایع کېږي.

الفت شینواری هم د یادې سیمې اوسېدونکي دی، هغه وایي: «د بمونو مور موږ ته لوی سرخوږی شوی دی. دلته کرنه له منځه تللې، د خلکو کورونه له منځه تللي، میندې زیانمنې شوې دي. زما خپله کورنۍ کې څو ماشومان له وخت مخکې زېږېدلي دي.»

ګل جانه بیا په سپین غر ولسوالۍ کې د ګرځنده کلينیک مخې ته په دې موخه ولاړه وه، چې غوښتل يې د خپلې نګور لپاره درمل ترلاسه کړي.

هغې د آمو ټلوېزیون خبریال ته وویل: «ستونزې زیاتې دي، مخکې به ناروغۍ نه وې ښځو به اسانه زيږون کاوه، خو اوس زېږون له وخت مخکې کېږي، نوي زېږېدلي ماشومان نیمګړي وي، یا ګوته، يا يې په پښه او ځان کې هرومرو یوه نیمګړتیا وي.»

په یاده سیمه کې ګرځنده روغتیايي ډلې هم ګرځي، څو خلکو ته پر وخت خدمات وړاندې کړي.

په ياده سیمه کې د یوې ګرځندې روغتیایي ډلې ډاکتر اجمل وایي، چې د امریکا له خوا د لوی کارول شوي بم تر ډېره اغېزه پر اومېندوارو ښځو کې لیدل کېږي، چې له وخت مخکې زیږون زیات شوی دی.

ډاکټر اجمل زیاتوي: «دا لا روښانه نه ده، چې له وخت مخکې زیږون ولې زیات شوی په دې سیمه کې او ماشومان ولې د بدن د غړو له کمښت سره پیدا کېږي، ځکه په دې تړاو مشخص څه نه‌شو ویلی، چې د وخت مخکې زېږون د بمونو له مو پرته نور عوامل هم لري.»

هڅه مو وکړه، چې په یاده سیمه کې په وروستیو میاشتو کې د بې وخته ماشومانو د زېږون ارقام ترلاسه کړو خو بریالي نه شو؛ خو د عامو خلکو له ډلې ګڼو آمو ته ویلي، چې د دوی په خپلو کورونو کې له وخت مخکې ماشومان پيدا شوي دي.

ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي بیا وایي، چې دوی وخت په وخت له یادې سیمې څارنه کوي او که کومه ناروغي ولیدل شي دوی به یې د مخنیوي لپاره بېړنی اقدام وکړي.

شاوخوا پنځه کاله وړاندې امریکا د ننګرهار، سپین غر ولسوالۍ د مامند درې اړوند په اسدخېلو سیمه کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای خپل تر ټولو ستر بم (د بمونو مور) وکاروه، چې هغه مهال یې ویل د داعش ستر مرکزونه یې په کې وېجاړ کړي دي.

خو ځايي خلک وایي، د بمونو مور نه یوازې  له رواني اړخه زیانمن کړل بلکې له سخت مالي زیان سره يې هم مخه کړل، چې اوس هم د دې سیمې خلک د خپلو کورونو د بیارغولو وس نه لري.

دوی وایي له بې‌وسۍ هغې سیمې ته خلک لا نه دي ورغلي او غوښتنه کوي، چې طالبان دې د دوی لاسنیوی وکړي ترڅو دوی خپلو مېنو کې ژوند پيل کړي.