افغانستان

سمیرا؛ هغه نجلۍ چې خپلو هیلو ته د رسېدلو په لار کې ووژل شوه

کاج، اوس ټولو ته اشنا نوم دی. کاج ښوونیز مرکز کې جمعه د تلې د اتمې نېټې خونړۍ پېښه دومره دردونکې وه چې هر څوک یې له خبرېدو خواشینی کېږي؛ خو د دغې غمیزې په لړ کې هر وژل شوی یوه کیسه لري.

د دغې پېښې قربانیانې چې ډېری نجونې وې هماغه نه راستنېدونکې مسافرانې وې، چې له ګڼو هیلو سره د یوې ازموینې د تېرولو لپاره سره غونډې شوې وې؛ خو له دې ناخبره چې هغوی له خپلو ټولو هیلو سره خاورو ته سفر لري.

له دغې خونړۍ پېښې څو ورځې وروسته مې په دغې چاودنه کې د وژل شوې سمیرا له کورنۍ سره اړیکه ونیوه او د هغوی د لیدو لپاره د کابل لوېدیځ کې دشت برچي ته ولاړم؛ هغه ځای چې په دې ورځو کې د طالبانو تر سختې څارنې لاندې دی.

برچي ته د رسېدو په لار کې مې وېره لرله. هغه څه چې ملګرو مې ویلي وو، سم وو؛ دشت برچي سیمه د طالبانو تر سختې څارنې لاندې وه. د دې سیمې په کوڅو او هر ځای کې طالبان لیدل کېدل او پر پلټنو بوخت وو. هغه تونس موټر چې زه پکې سپور وم هم څو ځله وپلټل شو.

د سمیرا کور ته ورسېدم، دننه شوم، هېڅ غږ نه اورېدل کېده. داسې برېښېدل لکه ټول چې ویده وي. یوې خونې ته دننه شوو. د خونې یوې خوا ته یو منځنۍ عمر لرونکی کس چې سترګي یې د لاله ګل په شان سرې وې موږ ته ښه راغلاست وویل.

دغه کس د سمیرا همتي پلار و. هغه چې د خپلو اولادونو د هیلو د پوره کولو لپاره یې زیاتې ستونزې ګاللې وې، اوس د خپل پنځم اولاد سمیرا په ویر ناست دی.

له لور څخه بېلتون د هغې د پلار علي همتي روان ته کلکه ضربه ورکړې ده. هغه وایي چې څو ځله یې ښوونیز مرکز ته د سمیرا له تګ څخه مخنیوی کړی و؛ خو سمیرا چې د علم ترلاسه کولو لپاره ډېره لېواله وه نه یې منله؛ ځکه د پلار په وینا یې: «په ټولګي کې تل لومړۍ نمره وه؛ ځکه ډېر زیار یې ایست. هغې هیله لرله چې خپلې ټولنې ته خدمت وکړي او غوښتل یې په راتلونکي کې د پوهنتون استاده شي.

سمیرا ۱۸ کلنه او د کورنۍ پنځمه لور وه. هغې کاج ښوونیز مرکز کې په خونړۍ پېښه کې؛ داسې حال چې د کانکور ازموینې لپاره یې چمتوالی نیوه، خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د چاودنې له ورځې د سمیرا د ورور ترخه کیسه

د سمیرا ورور په اوښلنو سترګو د خپلې خور په اړه وایي: «هغې له نورو سره توپیر درلود، سخت زیار یې ایست او مهربانه وه او خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره یې ډېره هڅه کوله. سمیرا د شپې تر ناوخته خپل درسونه ویل او د کورنۍ غړو خپلو هیلو ته د هغې د رسېدو لپاره تل ملاتړ ترې کاوه.»

هغه زیاتوي: «په معموله توګه موږ د جمعې پر ورځو ناوخته پاڅېږو. د سهار ۷:۳۰ بجې وې چې وېرونکی غږ واورېدل شو موږ هېڅ باور نه کاوه چې پر کاج ښوونیز مرکز دې برید شوی وي. څو دقیقې وروسته زما د مور ټلیفون ته زنګ راغۍ. د سمیرا یوې ټولګیوالې اړیکه نیولې وه او ویل یې چې په کورس کې چاودنه شوې تاسو ژر ځان راورسوئ. زه او خور مې چې له سمیرا څخه مشره ده سیمې ته ولاړو؛ خو هغه ځای د طالبانو ترکنټرول لاندې و او چا ته یې د دننه کېدو اجازه نه ورکوله، په سختۍ مو یوه لار پیدا کړه. کله چې کورس ته دننه شوو یو وېروونکی حالت مو ولید… د چت ټوټې لاندې راغورځېدلې وې میز، چوکۍ او نور هر څه مات وو؛ خو کله چې ټولګي ته دننه شوو وحشتناک وضعیت مو ولید د زده‌کوونکو مړي هره خوا پراته وو او د جسدونو د پيدا کولو لپاره د پښې ځای نه و. ما هڅه وکړه چې خپله خور پيدا کړم، مړي نه پېژندل کېدل؛ ځکه ځینې بیخي ټوټې ټوټې شوي وو. د ځینو سرونه، د ځینو لاسونه نه وو او د ځینو څېره په بشپړ ډول له منځه تللې وه.»

د سمیرا ورور زیاته کړه: «موږ سمیرا پیدا نه شو کړای. موږ ته یې وویل چې ټپیان یې روغتون ته لېږدولي. هیله‌من شوو چې خور مو په ټپیانو کې ده؛ په دوو روغتونونو کې له پلټنو وروسته مو له خپلې خور هېڅ نښه پيدا نه‌کړه.»

هغه داسې حال کې چې اوښکې یې په مخ راتلې زیاته کړه: «کله چې جناح روغتون ولاړو، د دننه کېدو اجازه یې رانه‌کړه. موږ هم ټپیانو ته د وینې ورکولو په پلمه روغتون ته دننه شوو او په سړخونه کې مو د هغې جسد پيدا کړ…»

د سمیرا غمجنه مور د خپلې لور د بیاځلې لیدو په حسرت

د سمیرا غم د هغې د مور انیس ګل ملا ماته کړې او څو ورځې کېږي چې په پرله‌پسې توګه اوښکې تویوي. هغه وايي: «سمیرا د کورنۍ له غړو سره ډېر ښه چلند کاوه او هڅه یې کوله ټول خوشحاله وساتي. هېڅکله یې داسې څه نه ویل چې کورنۍ پرې خپه شي.»

انیس ګل زیاتوي: «هغه ورځ چې شهیدېده ورته ومې ویل: نن مه ځه! دوې ورځې وروسته دې د ماما د زوی واده دی تیاری ونیسه؛ خو ویې نه منله. وویل: ازموینه ده مورې باید ولاړه شم.»

اوس سمیرا تر تورو خاورو لاندې ده او د خپل نشتون ټپ یې د خپلې مور او پلار پر زړه د تل لپاره اېښی دی.

سمیرا په دغه چاودنه کې د ۵۲ نورو وژل شویو په څېر ډېرې هیلې لرلې؛ هغه چاودنې چې هره ورځ د پوهې ونه په تبر وهي؛ خو له دې ناخبره چې د دې خاورې نجونې او هلکان د خپل راتلونکي د بدلولو لپاره خپلې هڅې نه سپموي.