سرچینې وایي، چې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د څارنې ډلې د خوست ښار په بېلابېلو ناحیو کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو او کتنځایونو له ارزونې وروسته، اووه روغتیایي مرکزونه تړلي دي.
بلخوا د یاد ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر په خبر پاڼه کې راغلي، چې یاد مرکزونه یې د ناروغانو لپاره شفري نسخې کارونې له امله تړلي دي.
که څه هم طالبانو د دې کار دلیل د روغتیایي قوانینو پلي کول او د باکیفیته خدمتونو وړاندې کول بللي، خو د روغتیایي چارو کارپوهان بیا په دې باور دي، چې دغه اقدام منفي اغېزې لري. د دوی په وینا، د کتنځایونو تړل کېدل د خلکو د درملنې بهیر له خنډ سره مخ کوي، په ځانګړې توګه د هغو ناروغانو لپاره چې په بېړني ډول درملنې ته اړتیا لري.
د ځايي اوسېدونکو په خبره، طالبانو د اصلاح او فني لارښوونو پر ځای، د تړلو لاره خپله کړې، چې دا ډول سخت چلند د عامو خلکو ستونزې څو برابره زیاتوي.
د دوی په وینا، د روغتیایي مرکزونو پر ځای د طالبانو د فشار سیاست یوازې د ناروغانو پر ژوند ناوړه اغېز کوي او د روغتیایي خدمتونو پر وړاندې یو لوی خنډ رامنځته کوي.
شنونکي باور لري، که طالبانو په رښتیا د روغتیایي خدمتونو کیفیت ته ژمن وي، نو باید د اصلاح او ملاتړ لارې غوره کړي، نه دا چې د خلکو د یوازیني درملنې ځایونه وتړي. د دوی په خبره، د طالبانو دغه ډول کړنې نه یوازې د ناروغانو ژوند له خطر سره مخ کوي، بلکې د روغتیایي سکتور د ضعیف کېدو لامل هم ګرځي.
