افغانستان

د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو لاریونونه

تېره ورځ افغانانو د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د کابل په دشت برچي سیمه کې د کاج ښوونیز مرکز پر زده کوونکو د تلې د اتمې د برید په غبرګون لاریونونه وکړل.

د «هزاره‌وو نسل وژنه ودروئ» هشټګ چې په وروستیو کلونو کې د کابل په دشت برچي کې هغه ځای چې ډېری اوسېدونکي یې هزاره ګان او شیعه مذهبي دي له بریدونو وروسته د پاملرنې وړ ګرځېد. خو دا ځل بیا له دغه کمپاین سره د افغانستان د نامتو څېرو د یو ځای کېدو له امله ډېر خپور شوی دی.

د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید د اړخونو له روښانه کېدو سره کاروونکو په ټولنیزو رسنیو کې د «هزاره‌وو نسل وژنه ودروئ» هشټګ په کارولو سره د دغه برید په غبرګون خپله غسه او کړاو څرګند کړ.

هغه پېښه چې افغانستان کې د هزاره وو د نسل وژنې په توګه یادېږي. هغه موضوع چې له هر ځل چاودنې سره په بېلابېلو موخو وړاندې کېږي او په خواله رسنیو کې د فعالانو د پام وړ ګرځي.

اوس د هزاره‌وو د نسل وژنې په ځانګړې توګه جمعه د تلې د اتمې د برید په غبرګون د اعتراضونو لمن د ټولې نړۍ ښارونو ته پراخه شوې او پرون د اکټوبر پر ۸ د نړۍ په ډېری ښارونه کې «د هزاره‌وو نسل وژنه ودروئ» تر نوم لاندې اعتراضي غونډې وشوې.

دغه لاریونونه د فرانسې په پاریس او ستراسبورګ، همداراز په اسټرالیا، نیوزیلنډ، ترکیه او د نړۍ په ځینو نورو برخو کې ترسره شول.

په دغو لاریونونو کې ګډونوالو د «هزاره‌وو نسل وژنه ودروئ»، «چوپتیا خیانت دی» او «هزاره والی جرم نه دی» په څېر شعارونو په ورکولو د کاج ښوونیز مرکز د برید د وژل شویو له کورنیو او ټپیان سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

نامتو برزیلی لیکوال پایولو کوئیلو، مشهوره ترکۍ لیکواله الیف شافاک، د امریکا مخکینی سیاستوال او سناتور ریچارډ اوجدا، د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسف‌زۍ، نامتو ایرانۍ شاعره فاطمه اختصاري او یو شمېر نورې مشهورې څېرې د هغو کسانو له جملې دي چې د دې موضوع په تړاو یې د ملګروملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو د څېړنې او اقدام غوښتنه یې کړې ده.