ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د دې سازمان پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو تازه محدودیتونو ، له زلزله ځپلو او کډوالو سره د حیاتي مرستو د وېش بهیر له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو په وینا، دغه محدودیتونه په کابل کې د دې سازمان له ساحوي دفترونو پيل، بیا تر هرات او مزارشریف پورې غځېدلي او ښځینه کارکوونکې یې زلزله ځپلو سیمو او د کډوالو مرکزونو ته له سفر کولو منع کړې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم اعلان کړی، چې د نغدو مرستو د وېش مرکزونه د طالبانو د محدودیتونو له امله په موقت ډول تړل شوي او ډېری راستانه شوي افغانې ښځې د ښځینه کارکوونکو له همکارۍ پرته، د مرستو د ترلاسه کولو توان نه لري.
