افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند انشعابي څانګې د دغه ګوند د پرېکړې نیونې عالي شورا تر چتر لاندې د خپلمنځي اتحاد خبر ورکړی دی.
د دې ګوند غړي په یوه ناسته کې وايي چې د جمعیت اسلامي د پرېکړې نیونې عالي شورا به د دې ګوند په نظامي، سیاسي او مدني فعالیتونو کې د پرېکړې کولو یوازینۍ مرجع وي.
د دې ګوند د مشرانو په وینا، چې مشري عطا محمد نور په غاړه لري، پرېکړې به په یووالي سره او د طالبانو د نسکورولو لپاره د دې ګوند د نوې ستراتیژۍ سره سمې وشي.
عطا محمد نور، احمد مسعود، اسماعیل خان، یونس قانوني او څو نورې سیاسي څېرې د پرېکړې کولو په شورا کې شتون لري.
