د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق راپور ورکړی چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې په پایله له ۵۰۰ زرو ډېر خلک اغېزمن شوي ، چې نږدې ۵۳ سلنه یې ماشومان دي.
د ملګرو ملتونو د موندنوپر بنسټ، په دې زلزله کې د ۷۳۱ ماشومانو په ګډون ۲۲۰۵ کسان مړه شوي، چې له جملې ۳۹۳ یې نجونې دي.
د دې راپور موندنې ښیي چې ځینې ماشومان په روغتونونو کې بې سرپرسته دي او کېدای چې د کورنۍ ټول غړي یې له لاسه ورکړي وي.
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له زلزلې وروسته د خوارځواکۍ وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
