هندي رسنیو راپور ورکړی، چې نوی ډیلي هڅه کوي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لګول شوي بندیزونو سره سره، هند ته ور وبولي.
د ټایمزافانډیا راپور له مخې، هند له طالبانو سره په تماس کې دی څو د متقي د لیدنې زمینه برابره کړي.
د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او په قطر کې د افغانستان استازي سهیل شاهین، دغه رسنۍ ته ویلي چې دواړو هېوادونو ته اړتیا ده خپلې اړیکې پیاوړې او لوړې کچې ته ورسوي.
هغه ویلي: «د دې لپاره د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه لیدنې اړتیا ده. دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د بېلابېلو برخو د سپړلو لاره هواره کړي، چې پکې سوداګرۍ هم شامله ده.»
شاهین دغه اونۍ د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان څوکۍ د طالبانو ته وسپاري.
هند تمه لري چې د متقي د سفر نېټې تر ټاکلو وروسته د هغه د راتګ لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه د بندیز د معافیت غوښتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت، هند ته د متقي سفر لغوه شوی و ځکه چې امنیت شورا ورته د سفر اجازه ورنه کړه. سرچینو امو ته ویلي و، چې هند د امریکا د دریځ له امله، د متقي د سفر معافیت غوښتنه بېرته اخیستې وه.
