د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان، د طالبانو د دفاع وزیر یعقوب مجاهد وروستي څرګندونې چې پکې یې پر پاکستان د ترهګرۍ د مهار په اړه د ناکامۍ تور لګولی و، «یو طنز» وباله.
هغه په خپل وروستي خبري کنفرانس کې وویل: «د ملا یعقوب د څرګندونو په اړه داسې ښکاري چې دا یو طنز دی. د مقابل لوري هر ډول بیان چې خپور کړي، د دې موضوع جديت نه شي پټولای. د موضوع ستره کچه په هېڅ ډول بیانونو سره کمېدلای نه شي.»
د طالبانو د دفاع وزیر تر دې وړاندې په یوه مرکه کې له بيبيسي سره ویلي وو: «د پاکستان امنیتي ادارې کمزورې دي، او هغوی خپله ماته په دې کې چې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او د بلوچستان د ازادۍ د غورځنګ فعالیتونه ودروي، پر نورو اچوي.»
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې د ترهګرو خوندي پټنځایونه، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي چې پاکستان یې د «خوارجو فتنه» بولي، په افغانستان کې یو جدي مشکل دی.
شفقت علي خان وویل: «دغه موضوع په ډېره لوړ دولتي کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ د جدي بحث لاندې ده. دا لا هم یوه داسې مسئله ده چې د دواړو نژدې ګاونډیانو اړیکې ګډوډوي او د هغې اړیکې پر وړاندې لوی خنډ دی چې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ایماني، کلتوري، تاریخي او ژبني ارزښتونو پر بنسټ موجودې وای.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې دا یو ډېر جدي موضوع ده او طالبانو باید ورته پام وکړي.
په همدې حال کې، طالبانو مخکې د ترهګرو ډلو د شتون او فعالیت، په ځانګړي ډول د ټي ټي پي د غړو په افغانستان کې، رد کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد ګواښ نه جوړوي.
