باوري سرچینو آمو ته ویلي چې د هېواد په ختیځ کې نارینه ډاکټران هڅه کوي د ټپي ښځو درملنه وکړي، خو د ښځینه ډاکټرانو د نه شتون له امله، زلزلهځپلې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
سرچینې زیاتوي چې د ښځینه ټپیانو وضعیت ډېر نازک دی او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
تېره اونۍ، د مرګوني زلزلې له امله په کونړ او ګاونډیو ولایتونو کې یې، له ۲۲۰۰ زیات کسان مړه شوي او له ۳۶۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې ښځې او ماشومان د دغې پېښې تر ټولو زیات زیانمنونکي دي.
د هېواد په ختیځ کې یوه سرچینه آمو ته وايي: «نارینه ډاکټران هڅه کوي ټپیانې ښځې درملنه و کړي، خو د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي له امله دوی په ډېرو ستونزو کې دي. ښځینه ټپیانو وضعیت ډېر حساس دی او عاجلې مرستې ته اړتیا ده.»
