ښځې

ښځینه شاعرانې او لیکوالانې: د خپلو اثارو د خپرولو اجازه نه لرو

یو شمېر ښځینه شاعرانې او لیکوالانې وایي، له هغې وروسته چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، له سختو محدودیتونو سره مخ شوې دي. د دوی په وینا، نه یوازې د خپلو اثارو د چاپ او خپرولو اجازه نه لري، بلکې په کلتوري غونډو، مشاعرو او ادبي ناستو کې هم د ګډون حق نه ورکول کېږي. دوی ټینګار کوي چې لا هم د لیک او شعر ویلو ته دوام ورکوي.

مروه، چې د بلخ یوه ځوانه لیکواله ده، وایي کله چې طالبان واک ته ورسېدل، هغه د لسم ټولګي زده‌کوونکې وه. په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو د بندیزونو له امله له زده‌کړو بې‌برخې شوې؛ خو د دې ترڅنګ یې د لیکوالي هنر ته دوام ورکړی دی. هغې ویلي: “له شپاړلس کلنۍ مې لیکل پیل کړل. د ‘ملکه شمشیر’ په نوم مې یو ناول ولیکلو چې ۳۴۰ مخه لري؛ خو کتابونه مې د خپرولو اجازه نه لري.”

د نورو ښځینه شاعرانو او لیکوالانو وضعیت هم ورته دی. دوی وایي، په وروستیو څلورو کلونو کې یې نه یوازې د خپلو کتابونو د خپرولو اجازه نه ده لرلې؛ بلکې د فرهنګي محفلونو برخه هم نه شي کېدای.

اندیشه، یوه بله لیکواله وایي: “بې‌شمېره محدودیتونه شته، موږ نشو کولای خپل کتابونه چاپ کړو. هیڅ ملاتړ نه لرو، زموږ غوښتنه له فرهنګي بنسټونو دا ده چې د ښځینه شاعرانو او لیکوالو ملاتړ وکړي.”

ملیحه، بله لیکواله، زیاتوي: “په دغو شرایطو کې چې پر ښځینه شاعرانو او لیکوالانو محدودیتونه دي، موږ د خپلو کتابونو د چاپولو حق او توان نه لرو. غوښتنه مو داده چې له موږ سره د چاپ په برخه کې مرسته وشي.”

تر دې مخکې هم یو شمېر هنرمندانو او فرهنګي فعالانو خبرداری ورکړی و چې د طالبانو په راتګ سره پر هنرمندانو، شاعرانو او لیکوالانو سخت بندیزونه لګول شوي. ځینې یې اړ شوي دي خپل مسلک پرېږدي او یو شمېر نور له سخت اقتصادي حالت سره مخ دي چې جدي ملاتړ ته اړتیا لري.