افغانستان

سرچینې: کونړ او ننګرهار کې زلزله شوې ده

د تېرې زلزلې له امله د ویجاړي شویو کورونو انځور

سرچینې آمو ته وايي، چې نن سهار شاوخوا ۹:۴۰ بجې د کونړ او ننګرهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې زلزله شوې ده.

د سرچینو په وینا، دغې زلزلې د کونړ ولایت نورګل او مزار دره ولسوالۍ او د ننګرهار کوز کونړ او دره نور ولسوالۍ ولړزاولې.

تر اوسه د تازه زلزلې له امله د احتمالي رامنځته شویو تلفاتو په اړه جزئیات نه دي څرګنده شوي.

څلور ورځې وړاندې، د هېواد په ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول کونړ کې د زلزلې له امه، له ۱۴۵۰ زیات کسانو ژوند له لاسه ورکړ.