د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله، ۸۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې دوه زره ۹۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو ویاند وایي، چې د تلفاتو شمېره د لوړېدو په حال کې دی او پېښې ډېری قربانیان له کنړ ولایت څخه دي.
له بلې خوا، د طالبانو تر ادارې لاندې طبیعي پېښو د رسېدو په چارو کې د چمتووالي ملي اداره وايي، چې د کنړ یو شمېر ولسوالۍ صعب العبوره دي او د پېښې ټپیان په چورلکو کې روغتونونو ته لېږدول کېږي.
