افغانستان

نورستان کې طبیعي افتونو د جلغوزیو حاصلات ۲۰ سلنه کم کړي

د نورستان ولایت د هغو سیمو اوسېدونکي، چې جلغوزي لري وایي، سږ کال يې د موسمي بدلون له امله حاصلات کم شوي، خو بیې لوړې شوي دي.

منډول یو له هغو ولسوالیو ده، چې په کې ډېر جلغوزي شتون لري.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکی یعقوب وایي، سږکال د پرله پسې بې وخته بارانونو او واورو له امله د جلغوزیو دانو وده ونه کړه او همدا لامل وو، چې حاصلات یې د تیر کال په پرتله کم شوي دي.

نوموړی وایي: «موږ تمه درلوده، چې سږکال به مو حاصلات ښه وي خو له بده‌مرغه حاصلات کم دي او لامل یې هم سږکال بې وخته ورښتونه دي، چې د تېر کال په پرتله يې حاصلات راکم کړل. د جلغوزیو دانو ښه وده ونکړه.»

نوموړی وایي د بیو له مخې سږکال د جلغوزیو تولید ښه ګټه کوله خو وایي د حاصل د کموالي له امله یې ګټه هم خواره شوه.

ځایي اوسېدونکي وایي له دې وړاندې به یې هر کال په لسګونه ټنه جلغوزي راټولول او له دې لارې به یې په زیات عواید ترلاسه کول.

په نورستان کې د کرنې ریاست لپاره د طالبانو مسوولین هم مني، چې سږکال بې وخته بارانونو، واورو او اقلیمي بدلون په دې ولایت کې د نورو میوو په څیر د جلغوزیو حاصلات راکم کړي دي.

په یاد ریاست کې د طالبانو د کرنیزو چارو مسول محمد حنیف افغان وایي، په ټوله کې د نورستان په مختلفو سیمو کې پر ۳ زره هکتاره ځمکه د جلغوزیو ځنګل کرل شوی او هر کال ترې په منځنۍ توګه ۱۴ سوه ټنه جلغوزي راټولېدل؛ خو په خبره يې سږکال یې په حاصلاتو کې شل سلنه کموالی راغلی دی.

افغان زیاتوي: «موږ دلته د نورستان پر ۳ زره هکتاره ځمکه د جلغوزیو ونې لرو، چې هر کال به ترې ۱۴۰۰ ټنه جلغوزي حاصلېدل؛ خو سږکال د موسمي بدلون له امله حاصلات شل سلنه کم شوي دي.»

نوموړی د جلغوزیو د حاصلاتو د کمېدو یو بل لامل سږکال د نوراګرام ولسوالۍ په شام دره کې اورلګېدنه یاده کړه، چې له مله یې د جلغوزیو شاوخوا ۸۰ هکتاره ځنګل وسوځېد.

نورستان کې داسې مهال د جلغوزیو د حاصلاتو د کموالي خبره کیږي، چې په دې وروستیو د سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ، چې د روان کال په شپږو میاشتو کې یې د ۱۹ ملیونه افغانیو په ارزښت جلغوزي بهرنیو هیوادونو ته صادر شوي دي.