د روسیې ولسمشر ولاډیمیر پوټین د یکشنبې په ورځ د چین د شمالي بندري ښار تیانجین ته ورسېد. د چین او روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې نوموړی د یوې سیمهییزې امنیتي ناستې لپاره ورغلی دی، هغه ناسته چې چین هیله لري د نړیوالو چارو په بهیر کې د لویدیځ نفوذ پر وړاندې یو بدیل وښيي.
پوټین چې د روسیې ګاونډي او تر ټولو لوی سوداګریز شریک (چین) ته د نادرې څلور ورځنۍ سفر لپاره ورغلی، د سور غالۍ په مراسمو کې هرکلی ترې وشو. د روسیې د «ټاس» دولتي خبري اژانس په ژوندۍ خپرونه کې ښکاره شوه چې د ښار لوړپوړو چارواکو نوموړی په هوايي ډګر کې بدرګه کړ.
د چین دولتي ټلویزیون (CCTV) په خپل راپور کې ویلي چې د چین او روسیې اړیکې اوس د تاریخ په تر ټولو ښه پړاو کې دي او دا اړیکې د لویو هېوادونو ترمنځ تر ټولو باثباته، پخې او ستراتیژیکې ګڼل کېږي.
د چین ولسمشر شي جینپینګ به د نړۍ شاوخوا ۲۰ مشران په تیانجین کې کوربهتوب وکړي. د دغې دوه ورځنۍ غونډې په ګډونوالو کې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي هم شامل دی. دغه غونډه د «شانګهای د همکارۍ سازمان» (SCO) کلنۍ ناسته ده چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د شپږو یوریشیایي هېوادونو په منځ کې رامنځته شوې وه او دا ځل تر ټولو ستره غونډه ده.
یاد سازمان په تېرو کلونو کې له امنیت او د ترهګرۍ پر ضد همکارۍ هاخوا خپل فعالیتونه پراخ کړي او اوس یې دایمي غړي ۱۰ هېوادونه او د ناظرو او خبرو اترو هېوادونه ۱۶ ته رسېږي. د دې سازمان تمرکز اوس اقتصادي او پوځي همکارۍ ته هم غځېدلی دی.
تمه کېږي شي جینپینګ به د دې ناستې په ترڅ کې هغه نړیوال نظم وړاندې کړي چې د امریکا تر مشرۍ وروسته نړۍ څنګه ښکارېدای شي. همدارنګه دا ناسته د روسیې لپاره – چې د اوکراین د جګړې له امله د بندیزونو لاندې ده – د دیپلوماتیک ملاتړ په توګه هم ګڼل کېږي.
پوتین د خپل له سفر یوه ورځ مخکې د چین د «شینخوا» خبري اژانس سره په یوه لیکلې مرکه کې د لویدیځو بندیزونو غندنه وکړه او ویې ویل چې مسکو او بیجینګ په ګډه د نړیوالې سوداګرۍ په بهیر کې د «توپیر کوونکو» بندیزونو مخالفت کوي.
د روسیې اقتصاد د رکود په څنډه کې دی، ځکه چې هم د سوداګرۍ بندیزونو او هم د جګړې لګښتونو یې دروند بار پر اوږه اچولی دی.
د منځنۍ اسیا، منځني ختیځ، جنوبي اسیا او سوېل ختیځې اسیا مشران به هم په دې ناسته کې برخه واخلي. چین غواړي دا ناسته د «نړیوال جنوب» د یووالي ننداره وښيي – هغه اصطلاح چې د پرمختیايي او ټیټ عاید لرونکو هېوادونو لپاره کارول کېږي، کوم چې زیاتره د جنوبي نیمهکرې په هېوادونو کې موقعیت لري.
