فرهنګ او هنر

هرات کې د ښځو د هنري اثارو د نندارتون پرانیستل

هرات کې یو شمېر هنرمندو نجونو خپل هنري اثار او رسامۍ په یوه نندارتون کې چې د ښوونکي ورځې په مناسبت جوړ شوی و نندارې ته وړاندې کړل.

په دغه نندارتون کې د ۱۵ هنرمندو مېرمنو ۱۰۵ هنري اثار او رسامۍ او همداراز ۵۰ پر سرامیکو او ډبرو کاږل شوي اثار نندارې ته وړاندې شوي او ګډونوال هنرمندان په دغه نندارتون کې هیله‌ څرګندوي چې په ملي او نړیوالو نندارتونونو کې د هغوی د هنري اثارو د لار موندنې لپاره زمینه برابره شي.

الناز فروتن یوه هنرمنده ده چې په دغه نندارتون کې یې خپل اثار د مینوالو لیدو ته وړاندې کړي په دې اړه وایي: «دغه نندارتون د ښوونکي ورځې د لمانځلو لپاره جوړ شو او موږ دغه نندارتون د دې له امله پرانیستی ترڅو ښوونکو ته ووایو، ان که ښوونځي تړلي هم وي موږ د خپلو ښوونکو په فکر کې یو. موږ د دغه نندارتون په جوړولو سره طالبانو ته یو پیغام لرو او ترې غواړو، افغان نجونې په هرډول شرایطو کې وکولای شي خپل هنر ته دوام ورکړي.»

یوه بله مېرمن صاعقه جمشیدي چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی، دې ته په اشارې سره چې هیله‌ منه ده دغه نندارتون د نجونو لپاره د انګېزې رامنځته کېدو لامل شي وویل: «سمه ده چې اوسمهال ښوونځي تړلي دي خو داسې نندارتون کولای شي یو پیغام ورسوي چې هر څوک یو ځانګړی استعداد لري او په هر ډول شرایطو کې نجونې خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.»

دغې هنرمندې زیاته کړه: «هیله‌منه یم د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.»

هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وایي چې اوسمهال په دغه ولایت کې د هنرمندانو د لارې پروړاندې هېڅ ډول خنډ نشته او هغوی د دې په هڅه دي چې په کورنیو او نړیوالو نندارتونونو کې د هراتي هنرمندانو د ګډون لپاره زمینه برابره کړي.

هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیم‌الحق حقاني وویل: «هرات ولایت کې دغه ریاست ځان اړ ګڼي چې له هنرمندانو ملاتړ وکړي ترڅو هغوی وکولای شي په هره هنري او خپله برخه کې پرمختګ ولري او ښه اثار جوړ کړي.»

د ارباب زاده هنري روزنیز مرکز مسوول او د دغه نندارتون جوړونکی عبدالکریم ارباب زاده وایي: «په دغه نندارتون کې د ښځو په لاس جوړ شوي د رسامۍ ۱۰۵ عصري اثار او د سرامیک او ډبرو ۵۰ اثار دي، چې د مینوالو د لیدلو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي.»

له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل د دې لامل شوي چې زیاتې زده کوونکې په بېلابېلو برخو کې د هنر زده کړې ته مخه کړي؛ ترڅو د هنر د زده کولو له لارې روحي اندېښنې او فشارونه کم کړي.