کډوالي

د ایراني پوهانو څېړنه: په ایران کې مېشت ۹۵ سلنه افغانان له خپلو ملي ارزښتونو سره مینه لري

د ایراني پوهنتونونو د استادانو یوې نوې څېړنې ښودلې چې د افغان کډوالو او ایراني ټولنې ترمنځ ژور فرهنګي او ژبني مشترکات د دې لامل شوي چې کډوال وکولای شي په ایران کې خپل هویت وساتي او په ورته وخت کې له کوربه ټولنې سره همغږي رامنځته کړي.

په تهران کې د “افغان مهاجرینو د وضعیت” تر سرلیک لاندې یوه غونډه کې، د کډوالۍ د چارو څېړونکی محمدرضا بخت‌ور وویل، چې د دوی د څېړنو له مخې، اوس مهال نږدې ۷۰۰ زره افغان کډوال چې عمرونه یې تر شل کلونو پورته دي په ایران کې ژوند کوي. د ده په وینا، له دې ډلې ۳۲ سلنه په تهران، ۱۳ سلنه په اصفهان او ۱۵ سلنه په مشهد کې مېشت دي، پاتې نور بیا د هېواد په نورو برخو کې اوسېږي.

بخت‌ور وویل: “د کډوالو د هویت یوه برخه له دین، ژبې او فرهنګ سره تړلې ده، او بله برخه یې د کوربه هېواد له شرایطو سره تړاو لري. زموږ څېړنې ښيي چې نږدې ۵۱ سلنه افغان کډوال ډېر ژور دودیز فکر لري، ۴۴ سلنه منځني دودپالي دي، او یوازې پنځه سلنه یې کمزوری دودیز تمایل لري.”

د بخت‌ور په وینا، دا شمېرې د هغو افغانانو په اړه دي چې ټول په ایران کې زېږېدلي یا لوی شوي دي، او “د دې پایلې په حیرانوونکې توګه ښيي چې حتی په نویو نسلونو کې هم د هویت ساتنې احساس ډېر پیاوړی دی.”

هغه زیاته کړه چې ۷۶ سلنه افغان کډوال د علم او ټکنالوژۍ په اړه مثبت دریځ ښودلی او ۷۹ سلنه یې ځان د نړیوالو ارزښتونو پابند بولي.

بخت‌ور وویل: “افغان مهاجرانو ته په ایران کې د ژوند کولو او خپل هویت د ساتلو مهم دلیل دا دی چې دواړه ملتونه د ژبې، فرهنګ، مذهب او تمدن له پلوه بشپړ ورته والی لري.”

په همدې غونډه کې د ایران د یوه پوهنتون استاد پوهاند سید عسکر موسوي وویل چې د بخت‌ور څېړنې علمي او ارزښتناکې دي؛ خو ټینګار یې وکړ چې د افغان کډوالو څېړنه باید د کوربه ټولنې ـ یعنې د ایران له څېړنې سره یو ځای ترسره شي، “ګنې څېړنه نیمګړې پاتې کېږي.”

موسوي د ایران د فکري بهیرونو په اړه وویل چې “یو لوری د اسلامي امت د یووالی پلوي دی، خو بل لوری د دولت ـ ملت د ملي هویت پر ټینګښت ټینګار کوي.”