افغانستان

پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې په مزارشریف ښار کې د زده کړیالانو لاریون

نن سهار د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یو شمېر نجونو محصلینو د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د جمعې ورځې د برید په غبرګون کې اعتراضي لاریون وکړ.

په مزارشریف ښار کې یو شمېر اعتراض کوونکې ښځې په یوه ویډیو کې وایي چې هغوی د طالبانو له خوا درول شوې او ورته ویل شوي چې د طالبانو یو مشر د دغو ښځو د غوښتنو اورېدو ته راځي خو څوک نه دي ورته راغلي.

د دغه لاریون ډېرې ګډونوالې د بلخ پوهنتون محصلینې وې. هغوی د «زده کړې زموږ حق دی»، «امنیت زموږ حق دی»، «نسل وژنه ودروئ» او «مرګ پر تعصب» شعارونو په ورکولو خپل لاریون ته دوام ورکړ.

د هغوی په منځ کې کم شمېر نارینه هم لیدل کېدل.

د بلخ د لاریون یوه سمبالوونکې ترنم سیدي چې له هېواده بهر ده وایي، د هغوی غوښتنه د افغانانو او افغان مېرمنو لپاره عدالت دی.

مزارشریف له هرات، کابل او بامیان وروسته څلورم ښار دی چې پر کاج ښوونیز مرکز د برید او د هزاره وو د وژلو له امله د لاریون له بهیر سره یوځای کېږي.

کابل کې د ملګروملتونو سازمان دفتر دوشنبه سهار د یوه ټویټ په خپرولو وویل چې د دغې چاودنې د تلفاتو ۴۳ تنو ته رسېدلی دی.

د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر په دوام کې پر دې په ټینګار سره چې د تلفاتو د زیاتوالي امکان شته لیکلي، د دې پېښې ډېری قربانیانې نجونې او ځوانې ښځې وې.

په دې لړ کې، د کابل پوهنتون د زده کړیالانو نږدې څلورو تنو خپلوانو او د دغه پوهنتون درېیو محصلینو آمو ته تاییده کړه چې د کابل پوهنتون د مرکزي لیلیې کابو ۷۰ محصلینې چې ټاکل شوې وه د دوشنبه په سهار لاریون وکړي، مسمومې شوې دي.

طالبانو دغو نجونو ته چې تېره شپه د درملو او روغتیایي امکاناتو له کمښت سره مخ وې ویلي، په ټولنیزو رسنیو کې د انځور او ویډیو خپرولو اجازه نه لري.

په تېرو ورځو کې د افغانستان پر ښارونو سربېره د نړۍ د نورو هېوادونو لوی ښارونه هم د هزاره وګړو د نسل وژنې په اعتراض او د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره د لاریونونو شاهد وو.