د امریکا ولسمشر د کابل هوايي ډګر په «ایبي ګېټ» کې د برید پر مهال د وژل شویو یادغونډې ته په وینا کې ویلي؛ چې داسې پېښه باید نه وای شوې او امریکايي سرتېري باید په بګرام کې پاتې شوي وای.
ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډه یوه ستره اډه بللې او زیاته کړې یې ده چې د هغې شاوخوا سلګونه هکتاره ځمکه موجوده وه او هېڅوک پر دې اډې د برید وسه نه لري. له بلې خوا، د امریکا د دفاع وزیر ویلي، د هغه څه په وړاندې چې په افغانستان کې پېښ شوي، د امریکا پوځ باید ځواب ویونکی وي.
پیت هېګست ډاډ ورکړی چې د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي د څېړنې بهیر به د ۲۰۲۶م کال په نیمایي کې بشپړ شي.
