افغانستان

بامیان کې د ښځو اعتراض: د «هزاره وو د نسل وژنې» پایته رسولو لپاره عملي ګامونه پورته کړئ

د بامیان پوهنتون لسګونه نجونو زده کړیالانو نن یکشنبه سهار د بامیان ولایت په ښار کې یوه لاریون کې کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز برید غندلی او د عدالت د تامین غوښتنه یې کړې ده.

هغوی له نړیوالې ټولنې او د ملګروملتونو له سازمان څخه غوښتي چې د «هزاره وو د نسل وژنې» درولو او افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د بیا پرانیست لپاره عملي اقدام وکړي.

دغه لاریون ته د «زده کړې جرم نه دی»، «د هزاره وو نسل وژنه ودروئ»، «پرېږدئ درس ووایو» او «جنایتونو بس کړئ» شعارونو په ورکولو سره د دغه ښار تر مرکزي برخو دوام ورکړل شو.

دغه لاریون یکشنبه سهار د لس بجو شاوخوا د بامیان په پوهنتون کې پیل شو او له امنیه قوماندانۍ څخه په تېرېدو او د پرېکړه لیک له لوستلو سره پایته ورسېد.

په دغه پرېکړه لیک کې ویل شوې چې په ټول هېواد کې د امنیت ټینګښت او د جګړې د ختمېدو له ادعا سره سره، «لا هم دلته د هېچا ژوند امنیت نه لري.»

په پرېکړه لیک کې له طالبانو غوښتل شوي چې د ښوونیزو مرکزونو امنیت ټینګ کړي او د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې دې پرانیستل شي.

اعلامیه کې همداراز له طالبانو غوښتل شوي چې «د ملکیانو پروړاندې د چاودنې او ځانمرګو بریدونو فرهنګ» پای ته ورسول شي.

هغوی د ملګروملتونو سازمان د امنیت له شورا او د بشري حقونو له نورو نړیوالو بنسټونو غوښتي «افغانستان کې د هزاره وو د نسل وژنې د درولو لپاره له اعلامیې اخوا عملي ګامونو پورته کړي.»

بامیان کې لاریونوالو همداراز د بامیان د اوسېدونکې حلیمې امامي د قتل عاملانو د پېژندلو او نیولو غوښتنه هم کړې ده او ویلي یې دي چې طالبان دې د هغې د وژل کېدو پروړاندې ځواب ووايي.

حلیمه امامي ۳۵ کلنه ښځه وه چې اته ورځې مخکې د وسله والو کسانو له خوا په څلورو ګولیو په بامیان ښار کې ووژل شوه. اوس د کورنیو غړي، مدني فعالان او بشري حقونه دغې دوسیې ته د سختې پاملرنې غوښتنه کوي.

د طالبانو د والي ځواب

د دغو اعتراضونو پیل د اعتراض کوونکو لپاره له ستونزې پرته نه و.

یوه له دغو نجونو وایي چې ټاکل شوې وه هغوی خپل لاریون کابو نیم ساعت مخکې پیل کړو خو د بامیان پوهنتون لپاره د طالبانو رییس یې مخنیوی کاوه.

د هغې په وینا، د بامیان پوهنتون رییس د پوهنتون دروازه تړلې وه او زده کړیالانو ته یې د بهر ته وتلو، ویډیو اخیستو او خبرې کولو اجازه نه ورکوله.

د دې ترڅنګ، کله چې اعتراض کوونکې نجونې د حج او اوقافو ریاست د ودانۍ دروازې ته ورسېدې، د طالبانو کسان او والي راورسېدل.

د اعتراض کوونکو په وینا، د بامیان لپاره د طالبانو والي عبدالله سرحدي د دغه ولایت یو شمېر دیني عالمان راوستي وو ترڅو د زده کړیالانو د اعتراض مخه ونیسي.

د یوې محصلې په وینا، د بامیان لپاره د طالبانو والي اعتراض کوونکو ته ویلي چې خپل اعتراض باید پایته ورسوي ځکه د هغوی د چغو غږ نامحرم نارینه اوري.

د «هزاره وو نسل وژنه ودروئ» کمپاین

په ټولنیزو رسنیو کې «د هزاره وو نسل وژنه ودروئ» کمپاین د دوام ترڅنګ، د بامیان یو شمېر اوسېدونکو شنبه ماښام د کاج ښوونیز مرکز د برید قربانیانو په یاد پر هزاره وو د هدفي بریدونو د غندلو لپاره شمعې ولګولې.

هغوی هم له نړیوالې ټولنې غواړي افغانستان کې د هزاره وو د وضعیت په اړه چوپتیا بس کړي.

دغه اعتراضونه د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز له ځانمرګي برید وروسته کېږي چې د وروستیو شمېرو له مخې، په دې پېښه کې لږترلږه ۴۹ تنه مړه او ۸۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

ډېری قربانیانې نجونې زده کوونکې دي چې د ازمایښتي کانکور لپاره د کابل لوېدیځ  کې کاج ښوونیز مرکز ته تللې وې.