کډوالي

یونیسف: هره ورځ له ۹۰ تر ۱۲۰ زره لیټره د څښاک اوبه په اسلام قلعه کې پر راستنېدونکیو کډوالو وېشل کېږي

یونیسف ویلي چې د نړیوالې بشردوستانه بودیجې په مرسته توانېدلی چې د هرات ولایت د اسلام‌قلعه پر پوله د افغان ستنېدونکو عاجلو اړتیاوو ته به چټک ډول ځواب ووایي او د څښاک پاکې اوبه او د روغتیايي خدمتونو زمینه به ورته برابره کړي.

د یونیسف په وینا، له ایرانه د ستنېدونکیو شمېر پر زیاتېدو دی او د پاکو اوبو لاسرسی یوه اساسي اندېښنه ګرځېدلې ده.

دغه اداره زیاتوي چې هره ورځ له ۹۰ تر ۱۲۰ زره لیټره د څښاک اوبه د بېړنیو اوبو رسوونکو ټانکرونو له لارې د راستنېدونکیو د هرکلي مرکز ته رسول کېږي.

پر دې سربېره، ۲۴ د اوبو زېرمې جوړې شوې او د دوامداره استفادې لپاره د څاه او د لمریز پمپ سیستم فعال شوی دی.

په روان کال کې له ۱.۲ میلیونو زیات افغانان چې نیمایي یې ماشومان دي، له ایرانه بېرته ستانه شوي او د ورځني ستنېدونکیو منځنی شمېر شاوخوا ۱۱ زره تنو ته رسېږي.

د راپور له مخې، ځینې بېرته ستنېدونکي تر څلورو ورځو پورې په مرکز کې پاتې کېږي، له همدې کبله د تشناب، حمام او پاکو اوبو ته لاسرسی د دوی د روغتیا او انساني کرامت لپاره حیاتي دی.

د یونیسف مسئول جېمز الینګټن ویلي: «نړیواله بشردوستانه بودیجه موږ ته دا شونتیا راکوي چې اړتیا لرونکیو ځایونو کې په چټکۍ سره د زیانمنو ماشومانو او کورنیو ملاتړ وکړو.»

یونیسف ټینګار کړی چې د اوبو رسولو او ورځنیو چټلتیا لرې کولو خدمتونه د هغوی د پراخو اقداماتو یوازې یوه برخه ده چې د ستنېدونکیو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو، د خوندیتوب او هوساینې د تضمین لپاره ترسره کېږي.

دغه اداره زیاتوي چې که نړیواله بشردوستانه بودیجه نه وای، د دغو حیاتي خدمتونو چټکه برابرونه به ناشونې وه.