د اسلاماباد سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د ۱۸ افغان وګړو د ایستلو مخه ونیوله او د کورنیو چارو وزارت، د ملي ډیټابیس او د ثبت اداره (نادره)، د کډوالۍ عمومي رئیس، د فډرالي تحقیقاتي ادارې او پولیسو ته یې اطلاعیې صادرې کړې.
د پاکستان ابزرور رسنۍ د راپور له مخې، قاضي سرفراز دوګر د دغو افغان وګړو لهخوا د وړاندې شویو عریضو په اړه لیکلې پرېکړه کړې او د حکومت پرېکړهیې د دوی د ثبتي کارتونو (پياوآر) لغوه کولو له امله غندلې ده.
په غونډه کې د عریضهکونکو استازي وکیلانو عادل عزیز قاضي او نور و.
د عریضه کونکو وکیل په استدلال کې وویل، چې فدرالي حکومت د ۲۰۲۵ کال د اګسټ په ۴مه نېټه د دوی (پياوآر) کارتونه لغوه کړي او د بیرته ستنولو امر یې ورکړی دی.
هغه وړاندې وویل، چې عریضه کوونکي د مرحوم فضل الرحمان د کورنۍ غړي دي، چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د ټولو قانوني شرایطو پوره کولو وروسته د پاکستان تابعیت لپاره غوښتنه کړې وه.
خو د څو کلونو تېرېدو سره سره، په دې غوښتنه کومه پرېکړه نه وه شوې.
محکمې د عریضه کونکو پر وړاندې د هر ډول جبري اقدام د مخنیوي ترڅنګ د ځواب ورکوونکو څخه وغوښتل، چې د اورېدنې تر راتلونکې نېټې پورې پراګراف په پراګراف خپل تبصرې وړاندې کړي.
محکمې همدارنګه حکم کړی، چې افغان وګړي تر راتلونکي حکم پورې باید له پاکستان ونه ایستل شي.
د قضیې راتلونکې اورېدنه د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۱۸مه نېټه ټاکل شوې ده.
