نړۍ

په اندونیزیا کې د فوټبال لوبې پرمهال د تاوتریخوالي له امله ۱۷۴ تنه ووژل شول

تېره شپه د اندونیزیا د غوره لیګ سیالیو په دوام، اریما او پرسبیا لوبډلو سره سیالي وکړه او په پای کې لوبه د ۳ـ ۲ په پایلې سره د پرسبیا لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

د لوبې د پای ته رسېدو له اعلانه وروسته، د اریما لوبډلې زرګونه قهرجن لاریون کوونکي چمن ته داخل شول او پولیسو د دوی په غبرګون کې د دوی د تیت پرک کولو په موخه له اوښکې بهوونکي ګاز څخه استفاده وکړه چې د ګڼې ګونې او وېرې لامل شول.

درې سوه مسموم شوي کسان روغتونونو ته لېږدول شوي چې ډېری یې پر لاره یا د درملنې پرمهال مړه شوي دي.

ویل کېږي چې د بایلونکې لوبډلې پلویانو د اریما پر لوبغاړو چې لا په چمن کې وو برید وکړ.

ځایي پولیسو اعلان کړی چې له وژل شویو څخه دوه یې پولیس دي.

د فوټبال د نړیوال فډراسیون (فیفا) د قوانینو له مخې لوبغالي ته د هر ډول وسلې او اوښکې بهوونکي ګاز لېږدول منع دی.

د فوټبال دا لوبغالی د ۳۸ زره تنو ګنجایش لري او ۴۲ زره ټکټونه د لیدونکي لپاره صادر شوي وو.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو، په یوه ټلویزیوني پيغام کې، ددې پېښې له امله تسلیت ویلی دی.

که څه هم د اندونیزیا فوټبال فډراسیون ویلي چې ددغه هېواد د غوره لیګ ټولې لوبې یې تر یوې اونۍ ځنډولې دي؛ خو ولسمشر ویدودو حکم کړی ترهغه چې پلټنې نه وي شوې، دا سیالۍ دې وځنډول شي.

د دغه هېواد د فوټبال فډراسیون د اریما فوټبال لوبډله د دې فصل تر پایه د لوبو له کوربتوب څخه بې برخې کړی دی.