کډوالي

سلګونه افغانې کورنۍ د اسلام‌اباد په ارجنټاین پارک کې له سخت ژوند سره مخ دي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د اسلام‌اباد په ارجنټاین پارک کې شاوخوا ۳۰۰ افغانې کورنۍ په لنډمهالو او سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د جیونیوز راپور له مخې، سلګونه افغان وګړي چې پخوا یې په افغانستان کې باثباته دندې او مقامونه لرل، اوس اړ شوي دي چې په پاکستان کې پاتې شي، وروسته له هغې چې د امریکا او نورو هېوادونو د کډوالو او پناه‌غوښتونکو په پالیسۍ کې بدلون راغی او دریم هېواد ته د هغوی د د تګ هیله کمه شوه.

ډېری افغانان چې د طالبانو د بیا راتګ وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې پاکستان ته راغلي وو، اوس نه شي کولی چې نورو هېوادونو ته ولاړ شي ځکه چې د امریکا او نورو هېوادونو پالیسۍ بدلې شوې دي.

په دغو کډوالو کې ۲۴ کلنه سامعه هم شامله ده چې د بغلان ښار اوسېدونکې ده. هغې په ۲۰۲۲ کال کې د فبرورۍ په میاشت کې افغانستان پرېښی او اوس په پاکستان کې له خپل کوچني زوی «دانیال» سره ژوند کوي چې همدلته پیدا شوی دی.

هغې د جیو نیوز سره په خبرو کې وویل: «موږ ځکه تښتېدلو چې زموږ ژوند په خطر کې و. افغانستان زموږ د اولادونو لپاره راتلونکی نه درلود، خو دلته هم موږ ته ځای نشته.»

څو ښځې چې پخوا یې په افغان پولیسو کې دندې ترسره کړې وې هم په بې‌ځایه شویو کې شاملې دي.

پری نوري چې اته کاله یې دنده ترسره کړې وه او شهناز علیزاده چې ۱۴ کاله یې کار کړی و، دواړو وویل چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې ژوند باثباته و، خو وروسته ژر خراب شو.

نوري وویل: «موږ دندې لرلې، مالي ثبات مو درلود او امنیت هم و، خو هر څه پای ته ورسېدل.»

علیزاده ویلي، چې د طالبانو د دوو کلونو واکمنۍ وروسته ګواښونو او تاوتریخوالي اړ کړه چې هېواد پرېږدي.

ډېری بې‌ځایه شوي افغانان په اسلام‌اباد کې وایي چې دوی د هیلې او نا هیلۍ تر منځ ژوند کوي، د خپل راتلونکي په اړه بې‌باوره دي او لا هم د خوندي هېوادونو ته د لېږد غوښتنه کوي.

له ۱.۳ میلیونو څخه ډېر افغانان د «ثبت نام کارت» لرونکي دي، او ۷۵۰ زره نور یو بل ډول اسناد لري چې ورته د «افغان وګړي کارت» ویل کېږي.

ډېری افغانان له ۱۹۸۰مو کلونو راهیسې په پاکستان کې مېشت دي، د افغانستان د جګړو له دورو څخه د تیښتې لپاره.

د روانې میاشتې په سر کې، پاکستان په جنوب لوېدیځ کې مېشتو افغانانو ته نوی امر ورکړ چې هېواد پرېږدي، چې له امله یې زرګونه کسان د تګ لپاره سرحد ته ورماتېدل.

د کډوالو د شړلو دغه کمپاین چې لومړی په ۲۰۲۳ کال کې پیل شوی و، د اپرېل په میاشت کې بیا پیل شو کله چې حکومت د سلګونو زرو افغانانو د اوسېدو اجازې لغوه کړې او هغوی یې د نیونو له ګواښ سره مخ کړل.

تر اوسه له ۲۰۲۳ کال راهیسې له یو میلیونه زیات افغانان پاکستان پرېښی، چې یوازې له اپرېل راهیسې یې له ۲۰۰ زرو ډېر شامل دي.

دغه کمپاین تر ډېره هغو شاوخوا ۸۰۰ زره افغانانو رانغاړي چې لنډمهاله د اوسېدو اجازې یې لرلې، چې ځینې یې په پاکستان کې زېږېدلي او یا لسیزې دلته ژوند کړی دی.